له نورو سره مرسته کړل

ژباړه: فضل رباني قاضي زی

یو هلک چې شنکر نومېده، د یوې غریبې کورنۍ و. یوه ورځ چې یو څه لرګي یې ټول کړي وو د ځنګله نه تیرده. ناڅاپه یې سترګې په یوه بوډا سړي ولږېدې څوک چې ډیر زیات وږی شوی و. شنکر غوښتل هغه ته خواړه ورکړي، مګر هغه د ځان لپاره خواړه نه درلودل. نو هغه خپله لاره باندې روان شو. په لاره کې هغه یوه هوسۍ ولیده کومه چې ډیره تږې شوې وه. غوښتل یې لږ اوبه ورکړي، مګر هغه دځان لپاره هم کافي اوبه نه درلودې. نو بیا هم په خپله لار مخ ته ولاړ.

وروسته یې یو سړی ولید چې غوښتل یې ځان ته یوه جونګړه جوړه کړي مګر هغه سره لرګي نه وو. شنکر د خپلو ستونزو په اړه ترې وپوښتل او بیا یې څه لرګي ورکړل. په بیرته راتږ کې هغه لږ اوبه او خواړه ورکړل. اوس دی بیرته راتاو شو او هغه بوډا سړي ته یې خواړه ورکړل او هوسۍ ته یې اوبه. بوډا سړی او هوسۍ ډیر خوشحاله وو. شنګر هم په خوشحالۍ سره خپله لار ونیوله.

که څه هم، یوه ورځ شنکر له غونډۍ نه لاندې وغورځید. خوږ شو او په درد کې پروت خوځیدی نه شوی هلته هیڅ څوک نه وو چې مرسته ورسره وکړي. مګر هغه بوډا سړي سره چې ده مرسته کړې وه، هغه ولید. په بېړه راغی او هلک یې پورته کړ.

هلک په پښه کې ډیر زخمونه لرل. هوسۍ کومه چې شنکر ورته اوبه ورکړې وې د ده زخمونو په لیدو سره په بیړه ځنګله ته ولاړه او یو څه بوټي یې ورته راوړل. د څه مودې وروسته زخمونه یې ښه شول. ټول سره خوشحاله وو له دې چې کولی شي یو بل سره مرسته وکړي.

پند: که چیرې ته له نورو سره مرسته وکړې، نو هغوي به هم له تا سره مرسته وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د