نړۍ

جنرال مک کرسټال: له افغانستانه د امريکايي پوځيانو کمېدل د ماتې په معنا دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۱۰ مرغومی، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو پخواني قومندان متقاعد جنرال مک کرسټال ويلي، چې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو کمېدل به د روانې اوولس کلنې  د پای ته رسولو تړون کې د طالبانو په ګټه او امريکا د ماتې په معنا دي.

جنرال کرسټال دا څرګندونې د هغو راپورونو پر بنسټ کړي، چې څو ورځې وړاندې د امريکا وال سټريټ ژورنال او نورو رسنيو د سپينې ماڼۍ د چارواکو له خولې خبر ورکړی و، چې امريکا په افغانستان کې د خپلو پوځيانو په کمولو فکر کوي.

دغه امريکايي جنرال ويلي، که د امریکا حکومت په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د ويستلو او يا کمولو په اړه دقیق تاريخ اعلان کړي، طالبان به له دې موقع ګټه پورته کړي او ورسره به په افغانستان او نورو متحدينو کې د امريکا باور کم شي.

په ا فغانستان کې د امريکايي پوځيانو دغه پخواني قومندان ويلي، چې لا هم نه پوهيږي، چې د افغانستان په اړه څنګه پرېکړه وشي.

هغه تر  دې وړاندې په يوه بله مرکه کې هم ويلي و، که امريکايي پوځيان له افغانستانه ووځي، د امريکا امنيت ورسره په خطر کې لوېدی شي او که هلته پاتې شي، نو د جګړې د پای ته رسېدو او بريا څرک نه ښکاري.

هغه زياته کړې وه: «رښتيا خبره دا ده، چې زه نه پوهيږم، څه وکړو؟»

جنرال کرسټال پر ولسمشر ټرمپ هم نيوکې کړي، هغه يې درواغجن او بد اخلاقه بللی دی.

جنرال کرسټال پر پخواني ولسمشر بارک اوباما هم نيوکې کړې وې او په ۲۰۱۰ کال يې رولينګ سټون مجلې سره په مرکه کې پر ولسمشر اوباما توندې نيوکې کړې وه او تر هغه وروسته يې اوباما ته خپله استعفا وړاندې کړې وه، چې هغه ومنله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x