افغانستان

د خوندیتوب ډلې د روان کال ملکي تلفات د تېر په پرتله کم بللي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي، روان میلادي کال چې نن يې وروستۍ ورځ ده، د ملکي تلفاتو له اړخه د تېر میلادي کال په پرتله ښه و او د ملکي تلفاتو شمېره پکې کمه وه.

د دې ډلې مشر عزیز احمد تسل رسنیو ته وویل، چې په روان ۲۰۱۸ز کال کې د ۶۰۰۰شاوخوا ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، چې د تېر ۲۰۱۷ز کال په پرتله لږ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر یوناما؛ یوه راپور کې د ۲۰۱۷ز کال د ملکي تلفاتو شمېره تر ۱۰زره هم ډېره ښوودل شوې وه.

تسل وايي که څه هم روان کال کې ملکي تلفات کم و، خو بیا هم د ملکي وګړو لپاره یو خونړی کال و، په وینا يې په پوځي عملیاتو، هوايي بریدونو او چاودونو کې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دا په داسې حال کې دی چې په دې وروستیو کې د هلمند په ګرمسېر او د کونړ په شلتن کې د هوايي بریدونو له امله په ډله‌ییز ډول لسګونه ملکي وګړي ووژل شول، د دې تر څنګ په غزني، پکتیکا، پکتیا، لوګر او د هلمند په نادعلي کې هوايي بریدونو پراخه مرګ‌ژوبله واړوله.

هلمند کې د هوايي بریدونو په پایله کې اوښتي ملکي تلفات یوناما هم په تېرو اتو کلونو کې بې ساري وبلل او د مخنیوي غوښتنه يې وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x