د ګډ حکومت پیل، اشرف غني، عبدالله عبدالله او جان کېري

حقوقپوهان: د ټاکو په ځنډ سره د حکومت نامشروعیت دوام پیدا کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰مرغومي، ۱۳۹۷ل): ګډ حکومت په ۱۳۹۴ل کال کې کې د امریکا د وخت د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په امر د امریکا په سفارت کې د عبدالله عبدالله او اشرف غني تر منځ د دوو کلونو لپاره د یو قرارداد پر اساس رامنځته شو.

ټاکل شوې وه، چې دې ګډ جوړښت کې به په دوه کاله کې لویه جرګه را غوښتل کېږي، اساسي قانون به تعدیلېږي او د عبدالله عبدالله ورکړل شوې چوکۍ ته به قانونيت ورکوي، خو د یادې نېتې په پوره کېدو سره یو ځل بیا جان کېري مداخله وکړه او ويې ویل د دې حکومت موده درې کاله نوره هم وغځول شوه.

د جان کېري له ور اضافه شوي وخت سره سره د ولسمشریزو ټاکنو ځنډ دې جوړښت ته ورکړل شوی «مشروعیت» هم تر سوال لاندې راولي.

د ټاکنو کمیسیون تېره ورځ اعلان وکړ، چې ولسمشریزې ټاکنې د بېلابېلو ستونزو له امله درې میاشتې شاته ټېل وهل شوې.

د ډيموکراټو حقوقپوهانو د ډلې مشر کبیر رنجبر وايي، که د راتلونکې جوزا تر وروستۍ ورځ یوه ورځ هم اوړي، نو خلکو او نوماندانو ته زیان دی.

د هغه په خبره «خلکو د پنځو کلو په تمه رایه کارولې ده، تر دې اضافه که وخت تېرېږي د خلکو رایه پکې موجوده نه ده.»

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې د تقنیني کمیسیون مشر محی الدین منصف بیا وايي، د ګډ حکومت په دوام کې کومه «ستونزه» نشته.

هغه ازادي راډيو ته ويلي، که ټاکنې پر خپل وخت شوې وای، ښه به وه، خو چې د خپل‌منځي «مصلحتونو له امله نه شي کولی، نو بیا کومه ستونزه نشته.»

وړاندې تر دې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مهال‌وېش اعلان کړ، چې پر اساس يې باید د راتلونکې کال په وري میاشت کې ټاکنې ترسره شوې وای.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عظیمی
میلمه
عظیمی

سلام علیکم دا کوم قانونپوهان دی چه دا د پریدیو په لاس جوړ شوی, د نانځکیو ګډوډ نظام پر افغانخاوری ټپل شوی, قانونی بولی؟ او ځنی امریکایی جنډالان بیا وایی چه زمونږ دوستان بیا په مونږ بی باوره کیږی که مونږ د اففانستانه خپل عسکر وباسو. تاسی که څه سیاسی او بشردوسته ماغزه ولری تاسی په افغانستان کی هیڅ دوست نه لری. بلی’ ستاسو د ډالردوستان ډیر سته. او دغو کسانو ته چه تاسی یی دوستان بولی امتحان یی کړی بانکی حسابونه او معاشات یی ور بند کړی بیا یی خان انتقادو او پوچوورد ته ټینګ کی. په حقیقت کی… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

دا حقوق پوه به ديپلوم او دكتوراوي هم لري . خو ددى ظالم دا هير دي چي دا تولي رأى چي ده يى يادونه كرى جان كيري تر خپل كيرى قرباني كرى او راتلونكي رأى يى هم وايسراى خليلزاد مجهوله كري . د عظيم ورور تر تبصرى د گروميكو چي د بريژنف د وخت د بهرنى چارو وزير و هغه خبره راپياد شوه چي پخپل كتاب كي يى ليكلي وه چي روسانو كومه پاليسى نه درلوده چي افغانستان ته دى عسكر وليژي مونژ نه پوهيژو چي ولي مو افغانستان ته عسكر وليژل ، خو د ببرك كارمل ملاقاتونه يى ياد… نور لوستل »