
پخوانی امریکايي قومندان: موږ د «افغان ملګرو» باور ته ټکان ورکړی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ناټو او دلته د مېشتو د بهرنیو ځواکونو پخواني عمومي قومندان جنرال سټینلي مېک کرسټل ويلي، د امریکايي ځواکونو د وتلو له اعلان سره يې د «افغان ملګرو باور ته ټکان ورکړی دی.»
هغه له «اې، بې، سې» نیوز سره خبرو کې د ټرمپ دا پرېکړه نا مناسبه بللې او په وینا يې ټرمپ یو «بد اخلاقه او دروغجن انسان دی.»
مېک کرسټل دا هم ویلي، چې په دې اعلان سره دی د هغو «افغانانو» باور ماتونې ته اندېښمن دی چې پر دوي يې تکیه کړې وه.
د نوموړي په وینا «موږ ممکن دوی او د دوی هغه باور ته ټکان ورکړی، چې ګواکې موږ داسې ملګري و، چې را باندې حساب کېدای شوای.»
څو ورځې وړاندې لوېدیځو رسنیو راپورونه ورکړل، چې ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د نیمايي عسکرو پر ایستلو غور کوي، خو وړمه ورځ د سپينې ماڼۍ یو ویاند وویل تر اوسه يې لا په دې اړه پلان نه دی برابر کړی.
دا د امريكا هغه زورور پهلوان و چي د افغانستان تر راتگ مخكي يى دومره پرسولى و چي تا به ويل بس همدا چي أفغانستان ته راشي توله طالبان به وخوري او ژوندي به يى تير كري خو كله چي افغانستان ته راغى تس باد يى ووتى او گنجلك شو ، په پاى كى معلومه شول چي دى دير احمق او بى أدبه هم دى د خپلو مشرانو خيال هم نه ساتي ، اوس دا هم معلومه شوه چي دى له اوله سره گنس و ، سنگه چي پخپله وايى چي هغه وخت چي د تولو قواوو قوماندان و هم… نور لوستل »