طالبان: روان کال کې ۲۴۹ بهرنيان وژل شوي او ۲۹ ولسوالۍ نیول شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰مرغومي، ۱۳۹۷ل): د طالبانو فرهنګي کمیسیون د نظامي فعالیتونو کلنی مفصل راپور خپور کړی، چې پکې يې تر لاس لاندې ساحې، بریدونه، تلفات او لاسته راوړنې په ډاګه کړې دي.

د دې راپور له مخې په روان ۲۰۱۸ز کال کې ټول ۲۴۹ بهرني عسکر وژل شوي او ۱۵۳ نور ټپيان شوي دي، د دې تر څنګ «ټولټال د کابل ادارې (۲۲۵۹۴) عسکر، استخباراتي ځواکونه، کوماندویان، پولیس او اربکیان وژل شوي او (۱۴۰۶۳) نور ژوبل شوي دي»، چې ۵۱۴ تنه يې یوازې قومندانان دي.

د طالبانو د راپور له مخې دوی پر بهرنیو او د هغوی پر داخلي ملګرو ځواکونو ټول «۱۰۶۳۸» بریدونه کړي، چې له ډلې يې ۳۱ سرتېري بریدونه و.

د مالي تلفاتو په اړه لیکي: «په ۲۰۱۸م کال کې په هیواد کې د دښمن (۲۶) الوتکې او چورلکې هم د مجاهدینو په بریدونو کې رانسکورې شوي چې په هغو کې (۸) بې پیلوټه امریکايي کشفي الوتکې دي، (۱۷) داخلي او خارجي نظامي چورلکې او (۱) لویه نظامي باروړونکي الوتکه شامله ده.»

په دې راپور کې د پلازمېنې په ګډون په ټول هېواد کې د طالبانو تر لاس بشپړې لاندې، نیمه لاندې او د غلچکي بریدونو لپاره برابرې ساحې په نښه کړل شوې دي.

د سرچینې پر اساس طالبان ۶۱ ولسوالۍ بشپړې تر کنټرول لاندې لري، چې هلته هیڅ ډول دولتي تحرکات نه ترسره کېږي، خو په ټول هېواد کې داسې ځای نه دی په ډاګه شوی چې د طالبانو برید پکې نا ممکن وي.

په راپور کې د پلازمېنې کابل خاکجبار ولسوالۍ نیمايي او پغمان شل سلنه د طالبانو تر واک لاندې بلل شوې، د دې تر څنګ «موسهي، چهار اسیاب، شکردره، ګلدره، فرزه، میربچه کوټ، کلکان، استالف، قرباغ، ده سبز او بګرامیو ولسوالۍ کې مجاهدین کومه ساحه په واک کې نه لري، ټول ۱۰۰٪ سلنه ولسوالۍ د دښمن په ولکه کې دي» خو له چریکي بریدونو خوندي نه دي ګڼل شوې.

دلته مېشتو بهرنیانو او حکومتي سرچینو د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو پرلپسې يې اعتراف کړی چې د طالبانو تر لاس لاندې ساحه مخ په پراخېدو ده.

څه موده وړاندې د اجراییه ریاست مرستیال محمد محقق په یوه مرکه کې وویل، پر ۷۰ سلنه خاوره د طالبانو د واک په اړه «یو څه شکمن دی» خو ۶۰ سلنه واک په باور سره تاییدولی شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
7 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

۲۹ ولسوالی چی نیول شوی، یو څو ولایته خو به هم نیول شوی وي. که دا لړی روانه وای بیا نو مذاکراتو ته ضرورت نشته خوسی وخت ضایع کول دی ډیر زر به په دوه دریو میاشتو کی ټول ملک فتخ شی.

Ghami.pashteen
میلمه
Ghami.pashteen

لونګ صاحب سلامونه او نیکی هیلی. د ولایت ،ولسوالی،کلی،نیول په افغانستان کی اسانه دی،مشکل یی د ولایت،ولسوالی،او کلی ادراه کول دی، بل مهمه داچه فتح اسانه ده،خو د خلکو په زړونو حکومت کړل دا مشکل دی،طالیبان فتو حات کولای شی ولیکن د خلکو زړونه لاس ته نه شی راوړلی،ښه مثال یی دا دی کله چه کوم ځای ونیسی ټول اوسیدونکی ورڅخه کډه بار کړی،بل مثال د دوی کنترول لاندی سیمی ډیر کم اوسیدونکی لری،او د ځمکه نرخ ډیر ټیټ دی.نو طالیب چارواکی د زړونو په خپلولو کی پاتی راغلی،څوک چه په افغان باندی حکومت کول غواړی باید دافغانانو زړونه خپل… نور لوستل »

پتنګ
میلمه
پتنګ

دا خو د ډیره بی منطقه خبره لیکلې ده چې ان لیونی هم پورې خاندي داخبره د تاندوالو مردار خورو څخه کاپي شوې ده !! هغوی له طالبانو ځخه نه تښتي هغوی د صلیبی اشغالګرو چې ستاسو ناموس یې نیولی او دالر در کوي د شپې له چاپو او بمبارویو څخه ځي او کډې باروي !
تف لانت ټوله بودجه مو اشغالګر در کوي او تاسو یې غلا کوی !!

Karwan
میلمه
Karwan

فرعون هم د خدائي دعوه کوله ، اما اخير مردار شوه، نو لري نه ده لونک خانه چه سناسي فاشيست فرعوني دولت هم ژر نابود شي. په دي پوه شه چه امريکايان به هتمي ددي ملک نه کډي باروي، هغه که سبا وي او که شل کاله وروسته. مسلمانان به تر هغو مبارزه کوي، تر ځو دغه شيطانه پديده او دهغوي غلامان ورک کړي. وخت ته به انتظار باسو، نو لونګ خانه لا له اوس د تيښتي ځاي لټوه! کاروان

پتنګ
میلمه
پتنګ

د مذدور ځواب هم بی منطقه وي ځکه هغه دخپل بادار په خوښه او په زړه ساتنه ئی وي ! نیول خو یې اسانه کار دی خو ساتل به یې څرنګه وي ؟؟ دومره مازغه نلرې داسې په دالرو پسې مړ يې ! ما خو تر اوسه په تاریخ کې د پارتي زني جنګ په مقابل کې بریا نده لیدلې !! دلته د باز او مار جنګ دی باز به چمچمار مار په سر سر وهي تر څو چې مردار شي !! هلکه ته خو په سیاست نه پوهیږې د امریکا او ناتو حضور د منځنۍ اسیا مملکتونه د روس… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

فکر کوم دی پاڼی کی د لونګ په نوم یو کس پرونی ځذران او نننی پښتین دی. لونګ او لونګین زمونږ د پشتنو کلچر کی د پیغلو او میرمنو به غاړه پروت وی یعنی ښځینه ښایست او ډیر ښه پوی لری یعنی هغه ښځی که بدرنګی هم وی د دی پوی له لرلو ورسره د نارینه وو چذابیت زیاتیږی . زمونږ د پشتنو کلچر کی دا هم ده د کرمل او کرزی په شان چه څوک د یو څو ډالرو د پاره خپله خاوره او خپلواکی په نورو وپلوری هغوی تر ټولو بی ننګه او بیغرتو کی شمیرل کیږی او… نور لوستل »

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

اجمل صاحب. لونګ جان بیل شخص دی،او زه بل څوک یم.د لونګ تبصری منطقی اړخونه لری،زما تبصری زما خپل نظر دی، او د ڼن .ټکی اسیا څخه مڼنه چه زما تبصری نشر کوی.زه خپله یو ولسی سړی یم ،کومه دولتی وظیفه نه لرم،شخصی کار او بار لرم الحمد لله ګټه می د دولتی وظیفه په نسبت څو چنده ډیره ده.د قلم عفت ساتم. ستا په شان کنځلی نه کوم .او نه په چا ټاپی لګوم.نه جنګ غواړم نه بل جنګ ته دعوت کوم،هغه څوک چه د افغانستان سوله راوستلو کی مرسته کوی،که اسراییل ،که انګریز او که هر## وی چه… نور لوستل »

پتنګ
میلمه
پتنګ

خو يو شی درته وایم تر څو چې اشغالګر وي لستوڼی به دغوړ وي کله چې اشغالګر ورک شي بیا به د چول مزلونه وهي ! فکر کوه چې څه لیکې !!!

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

پتنګ صاحب.
اشغال ګر ټولو ته ډوډی خواړه نه ورکوی.ډیر خلک خپل لاس ګټلی رزق خوری.کوم جرمنی سوسیال چه ته خوری هغه سټویه ده،د سټویه پوښتنه وکړه چه جرمنیان یی څنګه ټولوی،
زه غواړم چه جنګ ورک شی ،افغانستان پرمختګ وکړی او ستا په شان خلکو ته افغانستان هم سوسیال ورکړی،تر څوبه افغانان د چرچ کرک کمک ته سترګی غړوی؟