د پلار مړينې سربېره راشد خان ننۍ لوبه کې شامل شوی

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۰ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د دسمبر په ۳۰مه د يکشنبې په ورځ د هېواد نامتو لوبغاړي راشد خان پلار حاجي خليل خان د ورپېښې ناروغۍ له کبله د پيښور په حيات اباد سيمه کې په حق ورسېد.

راشد خان د خپل پلار مړينه د ژوند يو له سترو غمونو څخه وبلله او پر خپل فيسبوکپاڼه يې له خلکو د هغه روح ته ددعا غوښتنه وکړه، نوموړي زياته کړه: «رب زما له سر نه زما د پلار سیوری واخیست. ما نن د خپل ژوند تکیه له لاسه ورکړه. پلار جان به تل راته ویل چې په ژوند کې ثابت، هو‌‌‌‌‌‌ډمن او غښتلی واوسه. پلار جانه، رب دې د جنتونو سردار کړه، غم دې دروند دی. ربه، صبر راکړې».

نوموړی نن ورځ په بيګ باش لیګ سياليو کې خپله څلورمه سيالۍ ترسره کوي، د راشد خان لوبډلې د نوموړي شامليدل له پچې ويشتلو وړاندې اعلان کړل او زياته يې کړه چې راشد خان غواړي د خپل پلار په وياړ په ننۍ سيالۍ کې ولوبيږي، د نوموړي لوبډلې دده سره د غمرازۍ په پار په مټو تورې پټۍ هم تړلې وې.

د نوموړي لوبډلې اډليډ سټرايکرز هم راشد خان سره په ياد غم کې ځان شريک ګڼلی او ليکلي يې دي: «مونږ په دغه ستونزمن او غمجن وخت کې له راشد او د هغه کورنۍ سره ځان شريک ګڼو».

له بل اړخه راشد خان به د ۲۰۱۸م کال وروستۍ سيالۍ ترسره کړي، نوموړي په ياد کال کې په شل اوريزو سياليو کې ريکارډ ۹۴ ويکټې ترلاسه کړي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د