افغانستان

د طالبانو سياسي استازو له ايراني چارواکو سره ليدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ مرغومی، ۱۳۹۷ل): په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر استازو په تهران کې له ايراني چارواکو سره د افغانستان په حالاتو او د سولې د روانو د مذاکراتو په اړه خبرې کړي دي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د طالبانو د قطر د سياسي دفتر د مشر شير محمد عباس ستانکزي په مشرۍ پلاوي تيره ورځ ايران ته سفر وکړ او هلته يې له ايراني چارواکو سره د افغانستان د سياسي وضعيت او روانو مذاکراتو په اړه خبرې وکړې.

تېره اوونۍ د ایران د ملي امنیت د شورا منشي علي شمخاني کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي وو چې له طالبانو سره يې اړيکې نيولي دي او افغان حکومت د تهران او طالبانو ترمنځ له اړيکو خبر دی او په ويلي يې وو چې دا اړيکې به دوام لري.

قاسمي وايي چې ايران هڅه کوي د طالبانو او افغانستان د حکومت ترمنځ د ناستې او جوړجاړي زمينه برابره کړي ترڅو افغانان په خپلمنځي تفاهم سره خپلې ستونزې حل کړي.

د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم په ځينو رسنيو کې دا ډول خبرونه خپاره شول چې ګواکې د طالبانو د قطر د سياسي دفتر غړي ايران ته تللي دي خو هغه مهال دواړو لوريو څه نه وو ويلي.

تر اوسه د ايران د ناستې په اړه د طالبانو رسمي سرچينو څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x