د راتلونکي مالي کال بودجه تصویب شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د راتلونکي مالي کال لپاره د ځانګړې شوې بودجې مسوده تصویب شوه.

په دې غونډه، کې د ۱۳۹۸ل مالي کال لپاره ځانګړې شوې ۳۹۹ میلیارده افغانۍ بودجه د رایو په اکثریت سره تایید شوه.

د ماليې وزارت د معلوماتو پر اساس د ټاکل شوې بودجې له ډلې ۲۷۵ میلیارده افغانۍ عادي او ۱۲۴ میلیارده پراختيايي بودجه ده.

د سرچينې په وینا د راتلونکي مالي کال په لومړیتوبونو کې امنیت، پوهنه او روغتيايي خدمات ټاکل شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې د ۱۳۹۷ل مالي کال پراختیايي بودجې د کم لګښت له امله د پنځو وزارتونو وزیران ولسي جرګې استیضاح هم کړل.

د روڼتیا د څار بنسټ وايي، په دې بودجه کې هم زورواکو له خپل ځواک نه په ګټې په پراختيايي برخه کې ګڼې پروژې له یوې سیمې بلې ته واړولې، د دوی په وینا پروژې د خلکو د اړتیاوو پر بنسټ په پام کې نه دي نیول شوې.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

په اشغال شوی هیواد غلامه اداره کی بودیجه له بهره تصویب او رالیږل کیږی چه دا کار په واشنګتن او بروکسل کی ترسره کیږی.
[ څه لرو چه د الله په نامه یی ورکړو ]
ځينی وایی چه مونږ د افغانستان خلک خیرات خواره یو، ناسمه خبره ده . د کابل د غلامی اداری غلام چارواکی خیرات خواره دی هغه خیراتونه د مجاهد اولس په نامه ترلاسه او بیا یی دوی جیبونو کی اچوی. دغلامی اداری دغه بلواکان بی غیرته ګیدړان نه افغانان، نه مسلمانان او حتی نه انسانان دی، کاغذی دیوان او پیریان دی .