غزل/ محمد علي عمري

محمد علي عمري

که په ژوندکې حوصله وي
او ملګرې همېشه وي

د غمو پر وخت ښکاره سي
سر ترپايه راخوره شي

ستا جود په غېږ کې واخلي
پر اوږو کې در په شاسي

ته به سم دم لکه غریې
د هر غم پر مخ به سپریې

په هیڅ باد به نه نړېږې
خپل هدف ته به رسېږې

ستا د زړه زخم به کم وي
ډير به سپک لکه شبنم وي

حوصله که دې له خوا وي
و تیارو ته به روڼا وي

دا يو لو شاني تحفه ده
د هرچا په برخه نه ده

حوصله لو پاچاهي ده
خو په خوۍ باغي باغي ده

سرتر پايه به کوشش کړې
پر خپل ځان به یې پوشش کړې

لوړ مرام ته به رسېږې
عمري نه راستنېږې

ـــــــــــــــــ
محمدعلي عمري
مسلم باغ

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د