افغانستان

پکتيا: زرمت کې د ولسي وګړو د وژنې په غبرګون د ولايت مقام مخې ته لاريون

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې د ولسي وګړو په کورونو هوايي بريد يو جومات او څلور کورونه نړولي او شپږ تنه ولسی وګړي يې وژلي.

د زرمت ولسوالۍ اوسيدونکي وايي چې ددې ولسوالۍ په سرکي او مموزو سيمو کې په هوايي بریدونو کې څلور کورونه او يو جومات نړېدلی او له هغې وروسته عسکرو ولسی وګړي له کوره راويستلي او وژلي يې دي.

په دغو وژل شويو کې د يو تن پخواني جهادي قومندان محمد نعيم د هغه د ورور او درې بچيانو په ګډون شپږ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

له پيښې وروسته د زرمت ولسوالۍ د سرکي د سيمو اوسېدونکو او د وژل شويو د کورنۍ غړيو د مړو جسدونه د پکتيا ولایت مقام مخې ته د اعتراض په توګه راوړي دي او له حکومت څخه د خپلو بې ګناه خلکو د جرم پوښتنه کوي.

د وژل شوي پخواني جهادي قومندان محمد نعيم ورور وايي چې ورور او ورېرونو يې په هيڅ جرم کې لاس نه درلود او په وينا يې دوه ورېرونه يې د خوست پوهنتون محصلين او يو يې د پکتيا پوهنتون محصل و چې بې ګناه وژل شوي دي.

هغه وايي چې حکومت دې مونږ ته د خپلو وژل شويو ورونو او ورېرونو جرم ثابت کړي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په ولسي وګړو هوايي بريدونه او د ګډو ځواکونو چاپې تر بل هر وخت زياتې شوي دي
چې له امله یې د ولسي وګړو په تلفاتو کې زياتوالی راغلی دی.

تر اوسه په دې اړه د پکتيا ولایت چارواکو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x