افغانستان

یوناما: ولسمشریزو ټاکنو کې ناسم مدیریت د منلو نه دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰مرغومي، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د ټاکنو کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډ خبر ورکړ، یوناما يې د هر کلي تر څنګ ګواښ هم خپور کړی دی.

د یوناما له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشریزو ټاکنو کې ورته مدیریتي ستونزې د منلو نه دي او باید تکرار نه شي.

د سرچینې په حواله راتلونکې ټاکنې د حکومت لپاره «حیاتي ارزښت» لري.

دا په داسې حال کې دی چې څارونکي بنسټونه ټاکنیز کمیسیونونه په ناتوانۍ تورنوي او ټینګار کوي چې د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو وړتیا نه لري.

وړمه ورځ د فیفا مشر یوسف رشید وویل، د ولسي جرګې ټاکنو ثابته کړه، چې د ټاکنو کمیسیون ولسمشریزې ټاکنې څه، چې د غزني د ولسي جرګې ټاکنو ترسره کېدو وړتیا هم نه لري.

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې په لړ کې یوازې یوه تن خپل نوم ثبت کړی دی.

یوناما په داسې حال کې د کمزوري مدیریت د مخنیوي خبرداری ورکوي، چې د ټاکنو کمیسیون ځینو غړو د ټاکنو د ځنډ په اړه دا هم ویلي و، چې نړۍوال ورسره مالي برخه کې مرسته نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x