د سید جمال الدین افغان دارالمعلمین یوازې یوه نیمه میاشت تعلیمي کال درلود

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۳۹۷ل): د پوهنې وزارت له قانون سره سم، یخو سیمو کې تعلیمي کال پای ته ورسید او د دې وزارت تر چتر لاندې د فعالو تعلیمي ادارو له ژمنیو رخصتیو لس ورځې اوړي.

سید جمال الدین افغان دارالمعلمین په ټول کال کې یوازې شاوخوا یوه نیمه میاشت تعلیمي کال درلود او نوره موده يې تدریسي لړۍ په ټپه ولاړه وه.

د دې دارالمعلمین استادانو د روان کال د غويي میاشتې په اتلسمه درسي اعتصاب پیل کړ او غوښتنه يې کوله چې دا دارالمعلمین دې په پوهنتون بدل شي.

تازه د دې دارالمعلمین استادانو ویلي، د پوهنې وزارت، لوړو زده کړو وزارت او ماليې وزارت ورته واضح ځواب نه وايي، دوی به پخپل سره د دارالمعلمین نوم بدل کړي.

د دې دارالمعلمین استاد دین محمد ناوري ويلي، دوی به د اعتراض په ډول د د سید جمال الدین افغان دارالمعلمین نوم د «سید جمال الدین افغان ممنوعه پوهنتون» ته واړوي.

که څه هم د نوم بدلون هم ځانګړې قانوني پروسه لري، خو له دې نه د دې استادانو ناهیلې په ډاګه کېږي.

دوی ټول کال محصلانو ته درسونه ونه ویل او پر خپل اعتصاب يې ټینګار وکړ، هغه کسان چې سږ کال له دې دارالمعلمینه باید فارغ شوي وای، د فراغت برخلیک يې ګونګ او نا څرګند پاتې دی.

له دوی ازموینې نه دي اخیستل شوې، درسونه يې نه دي لوستي او اسناد يې وزارت ته نه دې استول شوي، ځکه خو يې د ټول کال خواري اوبو وړې ښکاري.

دغه دارالمعلمین چې د دوه نیم زره شاوخوا محصلان پکې پر زده کړو بوخت دي، تر سل کاله ډېره موده يې د پوهنې په برخه کې ځوان کدرونه ټولنې ته وړاندې کړي دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

دا دولت خو پوره دا حق لري چي دا دارالمعلمين گرسره وتري ، اول خو د دى ونوم ته وگورى سيد بيا ددين جمال بيا افغاني او بيا د دى نأبغه عالم كارنامى ، دا شيان د دوى پر مزاج ندي برابر، چغالانو او گيدرو ته د زمريانو كيسى او نومان خوند نه وركوي .