زه په عربي ژبه څنګه روانې او بې تکلفه خبرې وکړم؟

دکتور اظهار الحق عزيز

ځيني وروڼه وايې چې موږ صرفي او نحوي قواعد سم زده کړي، او په يو اندازه د کلماتو په معناګانو هم پوهيږو، خو په عربي ژبه روانې او بې تکلفه خبرې نه شو کولی، او همدارنګه د عربانو په خبرو هم نه پوهيږو کله چې کوم ځای کې تقرير کيږي يا کوم عربي فلم وي، علت يې څه دی؟ او د حل لاره يې څه ده؟

که غواړې چې د عربانو په فصيحه عربي پوه شې نو د عربي فصيح د تلويزيون فصيح چينلونه ګوره، او يا ځيني دعوتي او اسلامي يا تاريخي فصيح عربي فلمونه وګوره، چې دا هر څه په يوټيوب کې شته.

او په عربي ژبه که روانې او بې تکلفه خبرې کول غواړې نو په لاندې مختصر ارشاداتو عمل وکړه. إن شاء الله مشکل به دې تر ډېره حل شي.

اول: د لاندې سلبي افکارو او جملو د استعمال څخه ځان وساته:

۱- په عربي ژبه خبرې کول سخت دي.

۲- زه عربي نه شم زده کولی.

۳- کله چې په عربي خبرې کوم وارخطا کيږم.

۴- په هره موضوع چې خبرې کوم بايد عربي ژبه سمه زده کړم.

۵- په خبرو کولو کې بايد غلط نه شم.

۶- د هرې پوښتنې لپاره يوازې يو ځواب صحيح وي.

۷- لنډه موده کې او په اسانه پر عربي خبرې کول هيڅ امکان نه لري.

۸- -پر عربي خبرو کولو مخکې بايد قواعد (نحو او صرف) بايد سم ياد او زده کړم.

دوهم: د لاندې کارونو څخه ځان وساته.

۱- چې يوازې د قواعدو او لغاتونو په کتابونو شروع وکړې.

۲- چې سلبي افکار له ځان او عربي ژبي څخه ولرې. (لکه: زما حافظه ضعيفه ده، سبق مې نه زده کيږي، او لکه: عربي سخته
ژبه ده).

۳- -عربي قواعد بغير د پوهيدلو له يادو زده کړې.

درېيم: له سترګو دې غوږونو ته ډېر پام وکړه.

د ژبې زده کړې په اولو وختونو کې چې ته کله کوم درسي کتاب ته ګورې او لولې يې، يا نوي لغاتونه يادوې، يا صرف او نحو (قواعد) زده کوې، رواني او بې تکلفه خبرې په دې ټولو شيانو نه شې زده کولې ترڅو چې د لوستلو په وخت کې غوږونه هم استعمال نه کړې، (په لوړ اواز لوستل وکړې) او کوشش وکړې چې قواعد تطبيقي زده کړې.

څلورم: د عربانو خبرې بايد واورې او فکر په کې وکړې.

په تلويزيون کې، راډيو کې، ځيني فصيح تاريخي فلمونه وګوره او خبرې يې واوره، او د خبرو په جريان کې يې د مخ او لاسونو حرکتونو ته هم پام کوه.

پنځم: کوشش وکړه چې د خبرو کولو فرصت پيدا کړې، او ملګرو سره ورباندې خبرې وکړه، او د خجالت يا د شرم احساس مه کوه چې غلط نه شي يا په کې بند شې.

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین#
میلمه
غمی،پښتین#

سلامونه داکتر صاحب،
بهترینه رهنمایی،یو خبره زه هم ورسره اضافه کول غواړم هغه دا چه.
د هری خارجی ژبه زده کړی څخه وړاندی، خپله مورنی ژبه ښه په طریقه باید زده شی،د خپلی مورنی ژبه په ګرامر سره زده کړه،د وهمه ژبه ډیره اسانه کوی.او دریمه خارجی ژبه نوره اسانه کوی،

لونګ
میلمه
لونګ

لږ لږ می د ژب پوهنی پوهنځی خواته هم چکر واهه، ځکه نو د پښتین خبری ماته د تأید وړ دي.

مجاهد
میلمه
مجاهد

عزیز صاحب ! د عربی ژبی زده کړه کی ستاسی وړاندیزونه هم د پام وړ دی، د ژبو زده کړه چه څومره ژر زده کیږی او یا لږ و ډير ستونزی لری، د هغه ژبی، د زده کونکی، د هغه کتابو او موادو کمیت او کیفیت او په هغه چاپیریال کی اوسیدل او بلاخره په منظم ډول د ژبی ښووڼځی کی زده کړی، لږ وډير موثریت لری، ځینی کسان هره ژبه ژر زده کوی ځینی په ساینس او تکنالوژی کی مخکښه وی او ځينی په سیاست او دینی علومو او داسی نور. هغه بل ورور ( پښتین ) چه زمونږ… نور لوستل »

لونګ
میلمه
لونګ

مننه محترم عزیز صیب. دا مهم نکات چی تاسو ذکر کړل، د هری ژبی په زدکولو کی قابل د تطبیق دي. الله د وکړی چی په آینده کی هم همداسی د خوږو او ارزشمنده موضوعاتو په لیکنه مونږه غریبان خوشحاله کړی. هره ورځ د جنګ کلمی او جملی سره مخ یو، په ریښتیا چی له ادبیاتو او احتماعیاتو څخه پدی ورځو کی ډیر لر ی یو.
کور آباد ځوی لوی. زه د هیواد والو له جملی نه یو تن یم چی غواړم هم عربی زده کړم، او هم په پښتو لیک او لوست زده کړمه. والسلام