رحمن ملک: دقران شریف توهین کونکي پادري دالقاعده اوطالبانو جاسوس دي

rehmanm_malik (نن ټکي اسیا مارچ ۲۰۱۱/۲۷) د پاکستان وزیر داخله رحمن ملک رسنیو ته ویلي، چي په امریکا کي د قران شریف ته سپکاوی کونکي پادری (ټیري جونز) د القاعدي او طالبانو جاسوس دي، او په وزیرستان کي ډرون بریدونه مونږ نه بلکه امریکه کوي، او د ډرون بریدونو مخنیوي زمونږ له توانه وتلې خبره ده ، نوموړي زیاته کړه په هو اکي ۶۶ زره لوړ پرواز کونکي ډرون زمونږ له وسه لیري خبره ده، مونږ داسي ټیکنالوجي نلرو ترڅو ۶۶ زره لوړي پرواز کونکي ډرون په نښه کړو.

نوموړي زیاته کړه په امریکي کي د قران شریف توهین کونکي پادري ویره اچونکي تروریست دي، اوغواړي په خپل نا پاکه عمل سره مسلمانه نړي نا ارامه کړي، رحمن ملک په پاکستان کي اسلامي ګوندونو ته په اشاره کولو سره وویل، اسلامي ګوندونه دي په هیواد کی نا ارامي او افراتفري نه خوره وي، که غواړي د قران شیف د سپکاوي په مقابل کي خواشیني وښیی رادي شي اسلام اباد ته، زه به ورسره ملګري شم ، او ورسره لاړبه شم اټلي ته دپاپ په وړاندی به ورسره احتجاج وکړم.

نوموړي زیاته کړه دبی نظیر بوټو ټول وژونکي په نښه شوي او نیول شویدي ، د ګوند د مرکزي کمیټي سره له صلاح مشوري وروسته په ملت ته خوشخبري ور واوروم.

کله چي هم کراچي ته راځم ځیني خلک وایی د کراچي نائب السلطنه راغلیدي، نائب السلطنه نه یم خو دومره باید ووایم، چي کله هم غښتلي قوماندان کومي سیمي ته ځي له سیمي څخه غله او لاري نیونکي تیښتي.

بخت الرحمن بخت

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د