افغانستان

ارګ د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډېدو هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ مرغومی، ۱۳۹۷ل): ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ د ټاکنو د  خپلواک کميسيون د هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې ولسمشريزې ټاکنې يې درې مياشتې وځنډولې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند هارون چخانسوري رسنيو ته ويلي، چې حکومت غوښتل، ټاکنې پر خپل وخت وشي، خو د ټاکنو خپلواک کميسيون د اړوندو ادارو په مشوره د لا ښه تياري لپاره د ټاکنو ځنډولو پرېکړه کړې او دوی يې هرکلی کوي.

چخانسوري زياته کړې، چې حکومت به د ټاکنو له خپلواک کميسيون سره هر ډول همکاري کوي، تر څو ولسمشريزې ټاکنې د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د سرطان په مياشت ترسره شي.

ټاکل شوې وه، چې ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکي ۱۳۹۸ د حمل په ۳۱مه وشي، خو نږدې دوه مياشتې وړاندې وال سټريټ ژورنال او يو شمېر نورو امريکايي رسنيو د سپينې ماڼۍ د چارواکو له خولې ليکلي وو، چې شونې ده، د سولې په موخه ولسمشريزې ټاکنې وځنډول شي، خو هغه مهال ارګ  د دې خبر پر وړاندې توند غبرګون ښودلی و او ټينګار يې کړی و، چې ولسمشريزې ټاکنې په هېڅ صورت نه شي ځنډول کيدای.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي، د سولې په اړه ښو پرمختګونو ته سترګې پر لاره دی او هيله يې  ښکاره کړې وه، چې د سولې تړون له ولسمشريزو ټاکنو وړاندې وشي.

د پېښو يو شمېر  څارونکي وايي، چې کېدای د سولې ممکنه هوکړې په هيله ټاکنې ځنډول شوي وي، خو د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي، چې د ښه مديريت او چمتووالي په موخه ټاکنې ځنډول شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x