دولتي چارواکي د پکتیاوالو پوښتنو ته څه ځواب لري؟!

ګډو ځواکونو تیره شپه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ پرمموزو او سُرکي کلیو باندې د برید په مهال د یوه مسجد په شمول د کليوالو ګن شمیرکورونه نړولي او شپږ تنه ولسی وګړي يې شهیدان کړي دي.
د پیښې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې ګډو ځواکونو په یادو کلیو باندې تر برید وروسته کلیوال له خپلو کورونو را ایستلي او هلته یې په ډزوسره وژلي دي.
د وژل شويو په جمله کې يو تن پخواني جهادي قومندان محمد نعيم ، د هغه ورور او د پکتیا او خوست پوهنتون دری تنه محصلین چې دری واړه د قومندان محمد نعیم وریرونه وو شامل دی.
سیمه یزو خلګو د وژل شویو جسدونه د پکتیا ولایت مقام ته راوړي او له دولته دا پوښتنه لري چې قومندان محمد نعیم او د هغه وریرونه ولي ووژل شول؟
تیره اونۍ چې کله اسد الله خالد او امرالله صالح د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو لپاره د سرپرستانو په توګه وټاکل شول دواړو د خپلو راتلونکو پروګرامو او مقرراتو په اړه په خورا جدیت سره څرګندونې وکړې او دهغو په ترڅ کې یې یو لړ نوي احکام صادر کړل.
خو دې خبرې ته یوه هم اشاره ونه کړه چې د امریکايي ځواکونو د هغو خپلسریو په اړه چې هره ورځ ورکې د زرمت د ویرجنې پیښې په څیر په سلګونو افغانان له هیڅ جُرم پرته وژل کیږي د دفاع او داخله وزیرانو په حیث څه تدبیر او ځواب لري؟
همدې دواړو ښاغلیو د تقرر په مراسمو کې د خپل ولس د دفاع او امنیت تأمنیولو لپاره د هیواد والو د سر او مال د دفاع او ساتنې ژمنه وکړه ، خو اوس به هغوی دواړه د خپل وظیفوي مسؤلت له مخې د امریکایانو په لاس د پکتیا والو دغه وحشیانه وژنه څرنګه توجیه کوي؟
ایا د پکتیا وژل شوي محصلین به د هیواد او ولس د امنیت اخلالګران بولي چې د دوی د دوستو ځواکونو !!! لخوا په جزا ورسیدل او که به هغه کلیوال مظلومین وي چې د اشغالګرو لخوا په ظلم او وحشت سره د خپل کور په حریم کې شهیدان کړای شول.
دا پوښتنه د ټول پکتیا ولس او ټولو هغو کورنیو ده چې خپلوان یې په دغسي بوږنوونکی ډول د اشغالګرو لخوا د خپلو کورونو په انګړ کې وژل کیږي.
ایا دولتي چارواکي څوک شته چې د پکتیا والو دغې پوښتنې ته ځواب ورکړي؟!

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
5 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین#
میلمه
غمی،پښتین#

اسلام علیکم ورحمته الله و برکاته. د یوه ولسی وګړی په صفت په دولت او هم په طالیبانو باندی د سوله غږ کوم.د پاسنی پوښتنی ځواب له دولت سره نښته، د فواید عامه ،او د معیوبینو ، دفتر ځانمرګی برید ځواب هم له هیچا سره نشته،نتیجه، هم د دولت په بریدونو کی .او هم د طالیبانو په بریدونو، کی فقط او فقط ځانی او مالی تلفات ولسی خلکو او جوماتونو ته رسیږی، د ټولو بریدونو هیڅ ګټه اسلام مبارک دین ته نه رسیږی،بلکه اسلام نور په خوار کیږی،نو نه د دین ګټه نه د دنیا ولی سوله اور بند ونه… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

په اشغال هیواد په غلامه اداره کی د دوهم ځل اشغال یعنی د ع او غ د امریکا سفارت کی ټاکنه، او بیا هغه دوه ایجړاګانو د ( وحشت ملی ) حکومت توم ورکړو ، له هغه رااهیسی افغان او مسلمان وژنه روانه ده ، خالد او صالح د دوستم او رازق په شان دوه ازمول شوی او د اشغلګو ناکامی مهری دی، دا چه خالد د تشو او ډکو لیار یی یوه کړی او هغه بل خو د شمالی د انګورو باغو د اړولو او د طالبانو په واسطه د شمال میرمنو ( کیدی شی د دوی د کورنی… نور لوستل »

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

مجاهد صاحب. تا لیکلی چه طالیبانو د شمال انګورو باغونه اړول ،او هم یی د شمال ښځی ڼنګرهار کی خرڅی کړی دی،او صالح د دی غچ اخلی،نو د ستا په دا تبصره سره جنګ باندی نو هم تیل پاشل دی ،جنګ د شمال او جنوب تر منځ پیل کوی، لږ د الله ج د قهر دغذاب نه وډار شه،بهترین ژوند په لندن کی لری،برتش پاسپورت،کور،ډوډی ارام په سوله کی لری،نو ایا د افغانستان خلک په سوله کی د ژوند حق نه لری؟د ستا همسایه ګان ،یهود ،هندو ،کافر،زندیق هر شی دی.ته ورسره وخت په لندن کی تیروی. نو ایا یوپښتون… نور لوستل »

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

څوارلس سوه کاله مخکی دا پوښتنی ته الله ج ځواب واییلی دی،بسم الله الرحمن الرحیم.
والصلح بالخیر.سورته النسا
د سوله په برکت سره پاسنی پوښتنه منځ ته نه راتله

اجمل
میلمه
اجمل

سوله د مسلمانانو سره نه د کفارو او منافقینو سره ، الله ج فرمایی چه تاسی خپلو کی سره رحم او سوله وکړی او د کفارو په مقابل کی غلیظ القلب یا سخت زړی اوسی ( اشدا علی الکفار و رحماا بینهم ) او په ځآنګړی ډول هغه کفار چه تاسی سره په جګړه او حرب کی او په ځانګړی دول هغو کفارو سره چه ستاسی منځ کی د کفارو سره ملتیا لری او د کفارو د پاره تاسی وژنی ، تر هغی ورسره وجنګیږی چه خپلواکی تر لاسه او الهی نظام قایم کړی

مجاهد
میلمه
مجاهد

پشتین صاحب ! ستاسی تبصری که منفی هم دی خو منطقی صبغه لری خو د لونګ په نوم تبصری مو د اشغالګرو د ژباړونکو په شان دی. په هر صورت،که زه پوه شم چه تاسی د کم یا نه معلومات له مخی د خپلی خاوری، او خپلواکی په ضد تبصری لیکی زه به ډیره خون سردۍ سره تاسی سره مفاهمی تر هغی اوږدی وساتم چه سره قانع شو. خو که دا ګډی وډی ( په شاتو کی زهر ) تبصری مو ستاسی افغانی او اسلامی هویت ته صدمه رسوی . هو ځينو دا کار د مود روز د پاره کولی… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

پشتین صاحب! تاسی وایاست [ چه هم په دولت او هم په طالبانو د سولی ږغ کوم ] کوم دولت او ډولت چه حکومت یی دریمه برخه ده څرنګه تعریفوی ؟ دغه بن کی جوړ شوی حکومت د اشغالګرو او که د مظلوم اولس له خوا جوړ شو؟ که تاسی وایاست چه دلته د پاکستان په لاس د طالبانو جوړ شوی حکومت وو که ستا خبره سمه وی نو بیا خو به همدغه اولس د هغوی په ضد ملی پاڅون کړی وو په داسی حال چه پنځه نوی سلنه خلکو الهی نظام د سر په سترګو او زړونو کی منلی… نور لوستل »

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

اجمل صاحب، د افغانستان اوسنی دولت ټوله دنیا دولت په سترګه ورته ګوری،او ټوله دنیا دیپلوماتیک اړیکی ورسره لری،په ټوله دنیا کی یی تور،سور،شین بیرغ رپیږی. که زه او ته یی دولت ونه بولو ،بیا هم دولت هم حکومت او هم سیاسی سفارتونه لری،ولی ځان غلط وی ؟چه ګویا دا دولت حکومت نه دی؟ داسی دولت دی چه سیاست یی پاکستان ته معلوم دی.پاکستان څخه یی کالی وباسل .او بالاخره له کلداری څخه یی ورهت کاغذ جوړ کړ، دا جنګ د دوو قومونو نه بلکه د دوه ورڼو دی.مثال پرون په سرپل کی کوم امریکایی مړ شو؟ڼن په میوند کی… نور لوستل »