
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، امریکايي ناکامه جنرالان مې د فوځيانو د ایستلو له پریکړې نشي په شا کولی.
دا خبرې ټرمپ نن په خپل ټویټر لیکلي، دی وايي «ما د کمپاین په وخت له خپلو خلګو سره ژمنه کړې وه چې له سوریې او نورو هیوادونو څخه به خپل عسکر راباسم، خو درواغجنه میډیا او ناکامه جنرالان چې تر دې وړاندې هیڅ لاسته راوړنه نه لري زما په خلاف شکایتونه کوي، خو زه به هغه څه کوم چې ویلي مې دي».
…I campaigned on getting out of Syria and other places. Now when I start getting out the Fake News Media, or some failed Generals who were unable to do the job before I arrived, like to complain about me & my tactics, which are working. Just doing what I said I was going to do!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) December 31, 2018
ټرمپ دا خبرې وروسته تر هغه کوي چې، نن ورځ امریکايي رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې احتمال لري ټرمپ له سوریې څخه د خپلو فوځيانو د ایستلو پریکړه بیرته واخلي او یا هم د فوځیانو د را ایستلو لړۍ ډېره ورو کړي.
د امریکا جمهوري پلوه سناټور «لیندسي ګراهام» په دې تړاو سي اېن اېن تلویزون ته وویل چې، دی به له ولسمشر ټرمپ سره په لیدنه کې له هغه وغواړي څو له سوریې څخه د امریکايي فوځیانو د را ایستلو په پریکړه بیا کتنه وکړي ».
خو د ټرمپ له وروستیو ټویټونو داسې ښکاري چې نوموړی لا هم د فوځيانو د را ایستلو په پریکړه کې جدي دی او نور نه غواړي فوځيان یې په بل هیواد کې وجنګېږي.
ښاغلي ټرمپ په دې ټويټ سره د نوي عيسوي کال لومړی شپه په خپلو افغاني ګوډاگيانو زهر او بيخوبه کړه.
اشرف غني به تر سهاره په ارګ کې هاخوا ديخوا قدمونه وهي او ټرمپ ته به کنځاوې کوي.
سوله زموږ د خلکو، د نړۍ د مسلمانانو او د غير اسلامي هيوادونو د خلکو غوښتنه وه، ده او وي به. خو زموږ او د نړۍ د خلکو کورني او بهرني دښمنان کوم چي يو وړوکی لږکی جوړوي سوله هيڅ نه غواړي، ځکه چي په جګړه کي يې هم کثيف ژوند خوندي دی او هم يې ګټي خوندي دي . لکه چي پوهيږو د دغو کثيفو عناصرو له خوا د سولي نه غوښتل هله سل په سل کي جوته سوه چي د ټرمپ له خوا زلمی خليلزاد د طالبانو سره د سولي د خبرو لپاره وګومارل سو او بيا له… نور لوستل »
تر دې دمخه د امريکې پخواني ولسمشر اوباما څوځله صريحاً اعتراف کړی وو چي امريکا د افغانانو سره په جګړه کي ناکامه ده او اوس دادی ټرمپ په خپل ليکلي اعتراف کي وايي چي : « درواغجنه میډیا او ناکامه جنرالان چې تر دې وړاندې هیڅ لاسته راوړنه نه لري » . له دې څخه جوتيږي چي د دوی جنرالان د افغانستان، عراق او سوريې په جګړو کي ناکامه وه، دي او وي به (البته که دغو ناکامو جګړو ته دوام ورکړي). ځکه نه يې بشار الاسد راوپرځولای سو، نه يې داعش په بشپړه توګه له منځه يووړلای سو او… نور لوستل »
ترمپ ماته چندان په سُر نښکاری. نه چی پشیمانه نشی بیا به د طالبانو حالت هم لکه د غنی خراب شی. سیاست ویی مخ او شا نلری زه ورته وایم لکه (کچالو) کچالو ته چی له هری خوا څخه وګوی، هماغه کچالو دي.