افغانستان

کابل کې د امريکا پر سفارت او بګرام پوځي اډې توغنديز بریدونه شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ مرغومی، ۱۳۹۷ل): تېره شپه کابل ښار کې د امريکا پر سفارت او بګرام کې د امريکا پر سترې پوځي اډې توغنديز بریدونه شوي دي.

د کابل ښار اتمې حوزې اوسېدونکي وايي، چې تېره شپه شاوخوا دولس بجې يې د دوو توغنديو غږونه واورېدل، خو پوه نه شول، چې چېرته ولګېدل.

طالبانو د دغو توغنديو مسووليت منلی دی.

د  طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په ټويټر پيغام کې ویلي، چې د دوی جنګياليو تېره شپه د امريکا پر سفارت په داسې حال کې توغندیز برید کړی، چې د سفارت چارواکي د نوي کال پر نمانځلو بوخت وو.

ښاغلي مجاهد په يوه بل ټويټر پيغام کې ويلي، چې د بګرام  پر سترې امريکايي پوځي اډې يې هم په داسې حال کې توغندیز برید کړی، چې امريکايي پوځيان د نوي کال د نمانځلو په خوښۍ بوخت وو.

طالبانو په دغو بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې او زيان په اړه څه نه دي ویلي.

په کابل کې د امریکا سفارت او ناټو قاطع ملاتړ ادارې تر اوسه د يادو توغنديزونو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x