ایران: له طالبانو سره د سولې د زمینې برابرولو په اړه خبرې شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): تېره یکشنبه داسې راپورونه خپاره شول، چې د طالبانو د سیاسي دفتر غړو له ایراني چارواکو سره خبرې اترې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره د زمینې د برابرولو هڅه کوي.

د دې وزارت ویاند بهرام قاسمي وايي، د دې خبرو اترو اصلي موخه دا وه، چې د ټولو ډلو تر منځ «د خبرو اترو اسانتیا برابراه شي او حل لار وموندل شي.»

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم وايي، چې د سیمې هېوادونو هم دا درک کړې ده، چې روانه جګړه د سیاسي حل له لارې ختمېدلی شي.

د دې وزارت ویاند صبغت الله احمدي وايي، د سیمې هېوادونه باید دا ورسره ومني چې د خبرو اترو «مشري دې له دوی سره وي.»

د محمد اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش هم له یو چینايي چارواکي سره خبرو کې ورته هیله څرګنده کړې ده.

د ده په وینا د حکومت له ګډون پرته به د سولې خبرې اترې کومه پایله ونه لري.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې حکومتي سرچینو وویل چې د امریکا او طالبانو تر منځ د راتلونکو خبرو، چې ګواکې جده ښار کې به وشي، دوی هم د ګډون هیله لري، خو طالبانو څرګنده کړه چې له امریکا سره یوې پایلې ته تر رسېدو وړاندې له حکومت سره خبرې نه شي کېدلی.

طالبانو د دې خبرو اترو پخلی کړی دی او ويلي يې دي، له اشغال وروسته د هېواد او ګاونډیو پر اړیکو غږېدلي دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

دکمونسټ منافق حکومت سره باید هیڅ وخت خبری ونه سی:- دوی په چل اوپریب داشغال موده اوږدوی دوی دخپل جنایت اوقتلوپرمخ پرده اچوی له دوی څخه دخیرامید ناممکن دۍ دوی مفسدین فی الارض دی قرآن کریم دوی ښیی چه ددوی په زړوکی ناجوړی ده مسلمانان باید فرقرآن عمل وکی که عمل پرونه کی ځانته نورتاوان اړوی الله بی نیازه دۍ موږته یی په قرآن کی هدایت کړۍ دۍ – وګورۍ داوودخان خلکیانواوپرچمیانوته موقع ورکړه انجام یی څشی سو،محمد مورسی دمصروزیردفاع ملحد وټاکۍ انجام یی څشی سو،امام خومینی نجس ملحدین(توده)له ملکه وشړله ترننه یی اسلامی حکومت کامیابه روان دۍ، موږ الله… نور لوستل »