افغانستان

نیویارک ټایمز: ملکي وګړي د (CIA) نوکران وژني

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): په داسې حال کې چې د دولتي ځواکونو له لوري هوايي بریدونو، شپنیو عملیاتو او مخامخ بریدونو کې ملکي مرګ‌ژوبلې توند ولسي غبرګونونه را پارولي، نیویارک ټایمز تازه مطلب کې ویلي چې د ملکي وګړو په نښه کوونکي د سې ای اې روزل شوي افغان عسکر دي.

دغه مطلب چې تېره ورځ خپور شوی، پکې د خوست او ننګرهار ځينو خونړیو پېښو ته اشاره شوې او د هغوی کورنیو مشران غږول شوي چې د کورنۍ غړي يې د دولتي ځواکونو له لوري په نښه شوي دي.

د سرچینې په وینا سې ای اې د ولسي وګړو د وژنې لپاره په خوست او ننګرهار کې افغان جګړه مار روزلي او ګمارلي دي، چې پر بشري جنایتونو تورن او هیڅ ډول قوانین په رسمیت نه پېژني.

نیویارک ټایمز لیکلي دې ځواکونو تر اوسه پورې شپنیو عملیاتو کې په ګڼو سیمو کې لسګونه ولسي وګړي وژلي دي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ د پکتیا زرمت ولسوالۍ سورکۍ سیمه کې د قومي مخور حاجي نعیم پر کور هوايي برید کې هغه، دوه يې وروڼه او دوه يې زامن او دوه کلیوال ووژل شول، چې وژل شویو ځوانانو کې د خوست او پکتیا پوهنتونونو محصلین هم پکې موجود و.

تر دې وړاندې د کونړ په شلتن کې بشپړ کلی ویجاړ شو او تر هغه وړاندې د هلمند ګرمسېر او د غزني په ناوه کې ګڼ دوکانونه او کورونه تخریب او لسګونه ملکي وګړي ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

سی آی ای غواړی دا وحشی کړنی پدی داخلی وحشيانو نوری هم ډيری او دوامداره کړی چی که وکولای شی چی خپل وحشت پکی پټ او يا لږترږه کم رنګه يی کړی .

الحاج استاذ بیانزی

ښه والی او بدوالی په یوه کورنی ، یو قوم او یا یو هیواد پوری اړه نه لری ، څومره چه د یوی ټولنی د غړو شمیر زیاتیږی د ښو او بدو شمیر هم پکی زیاتوالی کوی یعنی د ښو او بدو شمیر هر چیری په لږه یا ډیره پیمانه شتون لری حتی په اسلامی هیوادو کی د اسلامی هیواد د نوم لاندی دومره وحشیان شتون لری چه په اسراییلو ، اروپا او امریکاکی به ساری ونه لری ، له بل اړخه په هماغه امریکا او اروپا کی به داسی خلک وی چه مسلمانان به هم نه وی مګر تر… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x