ارشیف؛ ماسکو غونډه کې طالب سياسي استازي

طالبان: له ایران سره تر اشغال وروسته د سیمې پر خوندیتوب خبرې شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ رسنیو راپور ورکړ، چې د طالبانو یو پلاوی ایران ته رسېدلی او له ایراني چارواکو سره يې خبرې اترې کړې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تازه خبرپاڼه کې د دې سفر پخلی کړی او ويلي يې دي، موخه يې د اشغال د خاتمې لپاره د ګاونډیانو د سیاسي او اخلاقي ملاتړ جلب و.

د خبرپاڼې له مخې د قطر سیاسي دفتر غړي د سیمې بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه لري، چې «د هیوادونو سیاسي او اخلاقي ملاتړ او د افغانستان د اشغال د پای ته رسیدو د سولې او امن د اعادې په منظور د هغوی همکاري را جلب کړي.»

د دې سفر بله موخه دا ښوودل شوې، چې طالبانو وغوښتل «له اشغال څخه وروسته افغانستان او سیمې ته د سولې او امن د اعادې په اړه له ګاونډي هیواد ایران سره خپل نظر شریک کړي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي هم ویلي، چې دوی له طالب پلاوي سره د سولې د خبرو اترو او زمینې برابرولو په اړه خبرې اترې کړې دي.

ایراني چارواکي وروسته له هغه له طالب مشرانو سره ویني، چې څو ورځې وړاندې یې یو لوړپوړی استخباراتي چارواکی کابل ته په یو ورځني سفر راغی او د طالبانو او ایران د خبرو اترو یادونه يې هم وکړه.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

دکمونسټ منافق حکومت سره باید هیڅ وخت خبری ونه سی:- دوی په چل اوپریب داشغال موده اوږدوی دوی دخپل جنایت اوقتلوپرمخ پرده اچوی له دوی څخه دخیرامید ناممکن دۍ دوی مفسدین فی الارض دی قرآن کریم دوی ښیی چه ددوی په زړوکی ناجوړی ده مسلمانان باید فرقرآن عمل وکی که عمل پرونه کی ځانته نورتاوان اړوی الله بی نیازه دۍ موږته یی په قرآن کی هدایت کړۍ دۍ – وګورۍ داوودخان خلکیانواوپرچمیانوته موقع ورکړه انجام یی څشی سو،محمد مورسی دمصروزیردفاع ملحد وټاکۍ انجام یی څشی سو،امام خومینی نجس ملحدین(توده)له ملکه وشړله ترننه یی اسلامی حکومت کامیابه روان دۍ، موږ الله… نور لوستل »