د طالب الهام درې غزلونه

طالب الهام

احساسات مو په هر لور مراقبه دي
حواس ټول دعشق په اور مراقبه دي

عجب کیف ده دسپېڅلې پاکې مینې
مساوي پرې سپین او تور مراقبه دي

رښتیا نه رسي دمینې ستر مقامته
ځینې خلک دزړه په زور مراقبه دي

ځي دعشق په تفکر چې تر معراجته
دا دکوم جنون په شور مراقبه دي؟

خویندې،وروڼه دي راټول طالب الهامه
په مزار د شهید ورور مراقبه دي

د ښکېلاک بهانه

ملالې چپ شه زلمي نورغزاته مه ننګوه
دیه قربان ټپه همدلته پای ته ورسېده

که خدای کول سوبه دفتحې تردرشله ولاړه
دګران هیوادجګړه همدلته پای ته ورسېده

دوصال شپه وه ترسهاره هیڅ پې پوه نشومه
لکه یوه شېبه همدلته پای ته ورسېده

بعیده نده چې ولس ورته اشر وکاندي
نوردښکیلاک بانه همدلته پای ته ورسېده

پدې پوهیږو چې منزلته رسېدلې ښکارو
د اوږد سفرموده همدلته پای ته ورسېده

دامې انځوردزنده ګۍ و اې طالب الهامه
نورمې دژوندکیسه همدلته پای ته ورسېده

د وینونیل

حجرې دي ړنګې ورسره مسجدمحراب پروت دی
طالب شهید دی لولپه دخدای کتاب پروت دی

چې هره ورځ دخپل اعمالوپه سزا رسیږي
پدغو خلکو دخدای قهراوعذاب پروت دی

قوي به څنګه دطُرُق دتعدُد ځینې شي
پدې سندکې عنعنه اواضطراب پروت دی

ملاصیب ووایه فتوی ورباند نکوې څه؟
چې دصوفي په مقصوره کې نن رباب پروت دی

کیسه یې ختمه شوه اجل ته په درشل ولاړدی
ښکیلاک زموږدوینونیل کې په ګرداب پروت دی

حوصلې مه بایلئ ملګروکلک همت پکاردی
زموږ په برخه ترابده انقلاب پروت دی

زړه کې مې ستادمینې دردلکه احزاب پروت دی
دغم دپاسه یوبل غم خانه خراب پروت دی

جارحه راشه د طالب الهام غزل ولوله
داستادکړې اعتراض پکې ځواب پروت دی

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

انشاالله چی اشغالګرو ماتی خوړلی ده او خپل غلامانو سره یو ځای به ورک شی.