افغانستان

سرپل: د طالبانو بريدونو کې ۴۳ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): د سرپل ولایت په صياد ولسوالۍ کې په امنيتي پوستونو د طالبانو په بريدونو کې ۲۰ امنيتي سرتيري وژل شوي او ۲۳ نور ټپيان دی.

د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني رسنيو ته ويلي دي چې تيره شپه ددې ولايت په صياد ولسوالۍ او مرکز اړوند روستای قشقري سيمو کې د طالبانو په بريدونو کې دا مرګ ژوبله اوښتې ده.

اماني وويل چې طالبانو تيره شپه اووه بجې د سرپل ولايت مرکز اړوند روستای قشقري سيمه کې د تيلو په دولتي زخيرو بريدونه وکړل چې تر سهاره پورې يې جګړې دوام درلود چې په نتيجه کې يې ۲۰ تنه د ملي پوليسو، اربکيانو، ملي امنيت
عسکرو او نظم عامه امنيتي کسان وژل شوي دي او ۲۳ تنه نور ټپيان شوي دي.

هغه وويل چې په دې بريدونو کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو د کره شميره يې ونه ويله.

بل لور ته طالبانو هم په دې جګړه کې د نژدې ۵۰ امنيتي سرتيرو د وژنې او ګڼو نورو د ټپي کېدو ادعا کړې ده.

سرپل ولایت د افغانستان يو له نا امنه ولايتونو څخه ګڼل کيږي چې وخت په وخت ورڅخه د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړو راپورونه ورکول کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

ان لله و ان الیه الرجعون،
تلفات دواړو خوا ته اوښتی دی.عسکر می زړه طالیب می ځیګر دی،ټولوته د الله ج د بدر شهیدانو په شان اجر ورکړی،
الله ج د دا اخری غم کړی،وارثانو ته یی صبر له الله ج غواړم،

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x