
کابل کې څلور انسان تښتونکي نيول شوی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): په کابل کې ښار کې د انسان تښتونکو يوه څلور کسیزه ډله د ملي امنيت له لوري نيول شوې ده او تښتول شوی کس يې ورڅخه راخلاص کړی دی.
د افغانستان د ملي امنيت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې دا څلور تنه انسان تښتونکي يې یه کابل ښار کې نيولي دي.
خبر پاڼه زياتوي چې دغو کسانو د کابل ښار له خيرخانې مينې څخه يو تن ډاکټر تښتولی و او د هغه له کورنۍ څخه يې د هغه د خلاصون په بدل کې ۵۰۰ زره امريکايي ډالر غوښتل، چې د ملي امنيت له لوري د کابل ښار د څلورمې ناحيې اړوند د تايمني
په سيمه کې دغه کسان ونيول شول.
د يادونې وړ ده چې په کابل ښار کې تر بل هر وخت انسان تښتونې او غلاګانې زياتي شوي دي چې له امله يې د کابل ښاريان انديښمن کړي دی.
بايد وويل شي چې د کابل په څېر د افغانستان په نورو ولايتونو کې هم د انسان تښتونې پيښې زياتې شوي دي.
تيره اوونۍ د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې هم طالبانو يو ماشوم له ۲۴ ورځو وروسته د تښتونکو له منګولو ژوندی ژغورلی.
د حاجي اسماعيل په نامه د کندهار ولايت د اوسيدونکي زوی چې ۲۴ ورځې وړاندې ورڅخه تښتونکو تښتولی و په بدل کې يې ورڅخه د شپيتو لکو روپيو غوښتنه کړې وه، خو حاجي اسماعيل ويلي وو چې د شپيتو لکو روپيو د اداء کولو وس يې نه درلود.
د حکومت ضعف او ناکامی پدی کی دی چی په قانون کی یی قصاص نشته. که چیری دغه کسان د خلکو تر سترګو اعدام شی بیابه هیڅکله داسی کار څوک و نکړی. په ریښتیا چی په قصاص کی ژوند او هوسا ینه ده.
خبر یې چې ولې نشته ځکه چې اشغالګر یې نه غواړي او نه اجازه ورکوي ! غلام کله خپل سری قانون جوړولی شي !!
لونګ صاحب څومره ښه، نن لکه په ښی اړخ له خوبه پاڅیدلی یاست څه ناڅه مو دغلامی اداری په دیموکراتیک قانون چه قصاص پکی نشته ( نور خو هر څه ګل ګلزار دی ) نیوکه کړی او دغه نه قصاص مو د دوی لویه ستونزه ګڼلی که دغه ستونزه یی سمه شی یعنی قانون کی قصاص هم ورننباسی بیا به ښه او خپلواک حکومت او قانون به یی هم اسلامی شی ؟ مګر د هغوی قانون انګریزانو جوړ کړی یعنی هغوی چه د قصاص وړ وی نه یی قصاص کوی او هغوی چه دقصاص وړ نه وی هغوی قصاص کوی… نور لوستل »
که دوی غلام او نوکر نوای نو ولی به يی په جنايی مجرم هغه نارنجی کالی اغوستلای کوم چی غاصب کفارو و زمرو ته وراغوستل ، دا خدای وهلی فکر کوی چی ګوندی پدی به امريکا راوګرځی ، دوی لا دا نه وينی چی باداريی ځان خراب کړی او د پاکيدو ندی ، دوی لا هم بوټ پاکی ورسره کوی ، هووو خدای خوارکړیو ؛ طالبانوته غوړه مالی او پښيمانی شروع کړی چی رحم درباندی وکړی ، همدارنګه وخپل خالق ته توبه وباسی او پښيمانی وکړی الله(ج) به هم رحم درباندی وکړی او عفو به موکړی او وجنت ته به… نور لوستل »
جمیل صاحب،
افرین د حسن بصری د عبرت قصه دلیکلی ده،که چیری طلیبان هلته وای نو د پښاورقصه خوانی ټاپه یی په لګوله او بیا په د راکټ په ډز سره ټول شرابیان لوخړه کول.
د لونګ صاحب ښکلی او لنډه تبصره د قدروړده خدای دی اجرورکړی او لاره يی نوره هم منوره شی
انشاءالله
یاره دغه غمی صاحب خو په جدی یا شدیده عصبی ناروغی اخته او داکتر ته اړه لری الله ج دی د دی غلامی له ناروغی روغ کړی