افغانستان

طالبانو د تيرکال د ملکی تلفاتو ارقام خپاره کړل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): د طالبانو د ملکي تلفاتو د مخنيوي کمیسيون په يو راپور کې د تير کال په هوايي بريدونو، چاپو او جګړو کې د ملکي مرګ ژوبلې ارقام خپاره کړل.

طالبانو په دې اړه يو تفصيلي راپور خپور کړی دی چې په کې تېر کال افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه معلومات خپاره شوي دي.

دغه راپور چې په دريو برخو ويشل شوي دي په کې د بهرنيو او داخلي ځواکونو بريدونو، د داعش وسله والې ډلې او نامعلومو کسانو بريدونو، د افغانانو ترمنځ د خپلمنځي جنجالونو په ترڅ کې د پيښ شويو تلفاتو يادونه شوې ده.

راپور زياتوي چې دا ارقام طالبانو له خپلو رسنيزو همکارانو، ازادو رسنيو او سيمې له عيني شاهدانو او قومي مشرانو څخه ترلاسه کړي دي.

په راپور کې راغلي دي چې په ۲۰۱۸ زيږديز کال کې په ټوليز ډول د ملکي تلفاتو ۱۰۲۹ پيښې شوي دي چې۸۶۵ يې د امريکايي عسکرو او دولتي ځواکونو له لوري ترسره شوي دي چې د ملکي تلفاتو ۸۳ سلنه جوړوي.

همدا راز ۱۳۶ پيښې د داعش وسله والې ډلې او نامعلومو کسانو په نامه ثبت شوي دي چې د ملکي تلفاتو ۱۴ سلنه برخه جوړوي.

ددې ترڅنګ د ملکي تلفاتو ۲۸ پيښې د افغانانو د خپل منځي جګړو له امله ښودل شوي دي چې ۳ سلنه جوړيږي.

په دې راپور کې په مجموعي توګه په افغانستان کې د ملکي تلفاتو شمیره ۴۱۷۹ تنه ښودل شوې ده چې په کې ۲۳۰۳ تنه وژل شوي او ۱۸۷۶ ټپيان شوي دي چې ښځې، ماشومان او سپين ږيري په کې شامل دي چې په مجموعي توګه ۲۰۲۹ تنه د امريکا او حکومت له لوري او ۲۶۵ تنه د داعش او نامعلومو وسله والو لوري وژل شوي دي.

همدا راز په راپور کې د ملکي وګړو د مالي زيان او ودانيو د زيان يادونه هم شوې ده چې په کې د هغوی، کورونه، موټرونه او نور توکي په بمباريو او بریدونو کې زيانمن شوي دي چې په کې ۶۰۶ کورونه، ۸۵ جوماتونه، ۴۹۵ دوکانونه، ۱۵ ښوونځي او ددې ترڅنګ نور ګڼ موټرونه، موټر سایکلونه او باغونه له منځه وړل شوي.

په راپور کې د ملکي تلفاتو څو بيلګې هم وړاندې شوي دي چې تر ټولو خونړۍ يې د تير کال د اپريل په مياشت کې د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې په يوې مدرسې د دستاربندۍ په مراسمو هوايي بريد ښودل شوی دی چې په کې ۵۹ تنه وژل شوي وو او ۱۶۰ نور ټپيان شوي وو.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د ولسی وګړو په کورونو هوايي بريدونه او چاپې زياتې شوي دي چې له امله يې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې تر بل هر وخت زياتوالی راغلی دی.

بايد وويل شي چې څو ورځې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې د طالبانو سياسي پلاوي او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ترمنځ په ناسته کې هم طالبانو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه خپله انديښنه څرګنده کړه او د ملکي مرګ ژوبلې د ژر بندېدو غوښتنه يې وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

نو د طالبانو په راپور به څوک باور وکړی؟ خپله طالبانو څومره کسان وژلی دی دا خو یی هیڅ ندی ویلی. بله خبره: طالبانو وویل چی مونږه ثابته کړه په دری ورځنی اوربند کړی چی غیره له طالبانو بله ډله نشته په افغانستان کی، ځکه هیچا په دریو ورځو کی جنګ و نکړ. اوس خپله وایی دومره داعش وژلی دومره نامعلومو ډلو. دا داعیش خو خیر، دا نامعلومی ډلی یی لاپسی څوک دی؟

غمی،پښتین

که چیری سوله او اوربند وای دومره تلفات به نه کیدل،نو ماته خو دا پوښتنه پیدا شوه چه د دومره تلفات په کوم دین، په کوم قانون، په کوم مذهب ،کی روا دی؟
او که دا تلفات په دین مذهب کی روا نه وی ولی یی مخ نیوی نه کوو؟راشی چه دا هم وآرزوو چه، دا دومره تلفات اسلام مقدس دین ته ګټه لری او که تاوان؟

اجمل

غمی او لونګ صاحبانو تاسی دواړه یو کس او دوه نومونه لری که جلا هم یاست له یوی منبع کمیشن ترلاسه کوی . غمی صاحب یی سړه او لونګ صاحب یی ګرمه وایی ، زه وایم په سلو نومو خو لیکنی وکړی ( ### ) څومره چه په ډيرو نومو تبصری ولیکی په هماغه کجه به لاسته راوړنی لری مګر مونږ ددی اړه نه لرو چه د هر نوم سره جلاجلا وخت ضایع کړو او جلا جلا تبصری ورته ولیکو : د دی ټولو وژنو تر شا امریکا قرار لری چه زمونږ هیواد یی اشغال کړی، د جنګ په اوږدو… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x