طالب مشران؛ مسکو کنفرانس

د طالبانو دیپلوماتیک ظهور دهغوي د سیاسي موفقیت محصول

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

وروسته تر دې چې پرون خبري رسنیو تهران ته د طالبانو د یوه دييلوماتیک پلاوي د رسیدو خبر ورکړ ښاغلی ذبیح الله مجاهد نن د یوې اعلاميي په صادرولو سره تهران ته د خپل دیپلوماتیک پلاوي سفر رسما تائید کړ.

د طالبانو لخوا په صادره کړل شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ایران ته د دوی د استازیو سفر د هغو دیپلوماتیکو هڅو له جملې څخه ګڼل کیږي چې د سیمې اسلامي هیوادونو ته یې پیل کړي او موخه یې له امریکايي اشغال نه وروسته د افغانستان د اړونده موضوعاتو په اړه بحث کول دي.

له امریکايي چارواکو سره د مقدماتي خبرو له پیل نه وروسته دا د طالبانو د سیاسي استازیو دوهم ښکاره ديپلوماتیک سفر دی چې تر سره کوي یې.

د تیر نومبر په نهمه طالبانو د مسکو په هغه غونډه کې ګډون وکړ چې د روسیې فدراسیون او امریکې په شمول د ۱۲ هیوادونو لوړ پوړو چارواکو ورکي ګډون درلود.

په یاده غونډه کې طالب ديپلوماتان په سیاسي او تبیلغاتي لحاظ ډیر وځلیدل او ویې کړای شول چې د یادې غونډې له سټیج نه خپل سیاسي پیغام نړیوالو ته ورسوي.

د طالبانو په مقابل کې د امریکا پوځي ناتواني د افغانستان ګاونډي او سیمه ییز هیوادونه دیته اړکړل چې د راتلونکي افغانستان په اړه له طالبانو سره سر له اوسه سیاسي اړیکي ونیسي.

دا کار د طالبانو د پوځي بریا ترڅنګ د هغوی داسې سیاسي موفقیت ګڼل کیږي چې له امریکایانو سره په روان مذاکراتي بهیر کې ترې د ديپلوماتیک تفوق په توګه مؤثره استفاده کولای شي.

د ديپلوماتیکو هڅو په جمله کې تهران ته د طالبانو د سیاسي پلاوی سفر او له ایراني چارواکو سره تر اشغال وروسته افغانستان په اړه د هغوی بحث کول د دې ښکارندويي کوي چې طالبان له امریکایانو سره د پیل کړي مذاکراتي بهیر له پایلو څخه ډاډه او په دې لټه کې دي چې تر امریکايي اشغال وروسته د خپل موقف په اړه د افغانستان ګاونډیان سر له اوسه ډاډه کړي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

محترمو د پاڼی چلوونکو السلام عليکم ورحمته الله و برکاته ؛
زه ليکونکی نيم ، زما يوازنی مطلب د تبصری ليکلو دادی چی که وکولای شم څه اجر وګټم ، پرهره تبصره می د دنيوی او د اخروی د کار وخت مصرفيږی ، زه يوازی دا پوهيدل غواړم چی ستاسو پاڼه څو ليدونکی لری .
وسلام

عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

دکمونسټ منافق حکومت سره باید هیڅ وخت خبری ونه سی:- دوی په چل اوپریب داشغال موده اوږدوی دوی دخپل جنایت اوقتلوپرمخ پرده اچوی له دوی څخه دخیرامید ناممکن دۍ دوی مفسدین فی الارض دی قرآن کریم دوی ښیی چه ددوی په زړوکی ناجوړی ده مسلمانان باید فرقرآن عمل وکی که عمل پرونه کی ځانته نورتاوان اړوی الله بی نیازه دۍ موږته یی په قرآن کی هدایت کړۍ دۍ – وګورۍ داوودخان خلکیانواوپرچمیانوته موقع ورکړه انجام یی څشی سو،محمد مورسی دمصروزیردفاع ملحد وټاکۍ انجام یی څشی سو،امام خومینی نجس ملحدین(توده)له ملکه وشړله ترننه یی اسلامی حکومت کامیابه روان دۍ، موږ الله… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

دا سفرونه او ليدنی کتنی به ډيری شی ، په سيمه کی د امريکايانو په مقابل لوی انزجار رامنځته شوی ، نه يوازی په سيمه کی په ټوله نړی کی له امريکا نه نفرت په ډيريدو دی ، کاناډا او مکزيکو چی يې همسايه ګان دی ، اروپا چی يی مديون دوست و ، ټوله يو وبل ته داړی چيچی ، عرب هيوادونه هم متزلزل شوی ، روس او چين په پړسيدو دی ، په ټولو اسلامی هيوادوکی مسلمان د ذلت احساس کوی او پړه امريکا بولی . څنګه چی نړی او تاريخ يی تل په تغيير کی دی اوس… نور لوستل »

لونګ
میلمه
لونګ

طالبانو د خپلی واکمنی په وخت کی سیاسی موفقیت حاصله نکړ نو دا دوه دریو مملکتو ته چی ور منډی وهی څه موفقیت به تر لاسه کړي؟ هغوی لا پخوا دنیا والو ته ځانونه ښودلی دی چی نه د سیاست خلک دی او نه هم په دبيلوماسی پوهیږی.

Karwan
میلمه
Karwan

هرچاته داسي ## فکر مه کوه لکه خپله چه ئي. طاليبان په هر ځه ښه پوهيږي او دائي ټولي نړي ته وښوده. وخت ته به ګورو او بيا به هرځه معلوم شي. کاروان