نړۍ

نتنياهو: اسرائيل د عربو هېوادونو مهم ايتلافي دولت دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): د اسرائيلو صدراعظم بنيامين نتنياهو ويلي، چې اسرائیل د ایران او داعش پر خلاف د عربي هېوادونو مهم اتحادي دولت دی.

د فرانسې اې ايف پي خبري اژانس ليکلي، د اسرائيلو صدر اعظم برازيل ته د رسمي سفر پر مهال ځايي تلويزون ته ويلي، چې سيمه کې د ایران او داعش خلاف د اسرائیلو او عربو هېوادونو ګډې هڅې له نړۍ سره د ښو اړيکو لامل شوي دي.

د اسرائیلو صدراعظم دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې څو ورځې  وړاندې اسرائيلي الوتکو په سوريه کې د ایران پر پوځي مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.

په عين حال کې اسرائيلو له سوريې د امريکايي پوځيانو د ويستلو په اړه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرېکړه هم منلې ده.

له فلسطينيانو سره د اړيکو په اړه د اسرائيلو لومړي وزير وويل، چې له بده مرغه په دغو اړيکو کې تر اوسه کوم پرمختګ نه دی شوی او لامل يې دا دی، چې له پنځوس سلنه زيات فلسطينيان د ایران تر اثر لاندې دي.

له ایران سره د راتلونکو اړيکو په اړه نتنياهو ويلي، که ایران اټومي وسلې جوړوي، د ده له لوري د مذاکراتو په اړه سر له اوسه انکار دی.

د اسرائيلو صدراعظم د لاتيني امريکا برازيل د نوي ټاکل شوي ولسمشر جاير بولسونارو د لوړې مراسمو کې  د ګډون په موخه برازيل کې دی.

په دغه ناسته کې د نتنياهو سربېره د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او د ګڼ شمېر هېوادونو چارواکي ګډون لري.

دا لومړی ځل نه دی، چې اسرائيلي چارواکي له عربي دولتونو سره د ښو اړيکو يادونه کړې، بلکې تر  دې وړاندې هم ګڼ شمېر اسرائيلي لوړپوړو چارواکو او همدارنګه يو شمېر عربو مشرانو له اسرائيلو سره د ښو اړيکو يادونه کړې ده.

نتنياهو په يوه مرکه کې له عربي دولتونو غوښتنه کړې وه، چې نور بايد د عربو او اسرائيلو اړيکې له پردې راووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دوی به يوڅه وخت نورهم پدی کش کی وی ، چی يو واری د دوی خواخوږی امریکا له کشه ولويږی او نور هيوادونه يوڅه کش ورکړی ، عرب به هم راويښ شی ، دمسلمانانو تر مينځ به اتحاد وی ، بيا به هغه وخت وی چی دوی ټوله به له ډيره کشه سره شکيدلی وی انشاءالله ، بيانو ګوری دی سيل او تماشاته .

غ.حضرت

لعنت الله علی القوم الکاذبین و الظالمین والمنافین. بس همدومره درته کفایت کوی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x