د توبې د ګټو په هکله زما خپل حال

عبدالمالک همت

څلورمه برخه

شکر خدا که هرچه طلب کردم از خدا

بر منتهاى همت خود کامران شدم

لکه چي موږ ټول پوهيږو انسان يو ضعيف موجود دى. له دې امله له سهوي او خطا خالي نه دى او له هر چا څخه په يو ډول نه يو ډول ګناه تر سره کيږي. لكه چي ان زموږ لومړنى پلار ابوالبشر آدم او حوا انا عليهما السلام د بشري ضعفونو له مخي شيطان تېر ايستل او له امله يې د جنت له نعمتونو څخه د مځكي ستونزو او مصيبتونو ته ولېږل سول. له يوې خوا جني او انسي شيطانان تل تر تله لاس په کار دي او د انسانانو په تېرايستلو او ښويولو پسې دي. له بله پلوه د انسان نفس اماره بالسوء(په بدو کارونو امر کوونکى) دى. دغه راز دا دنيا هم يوه ډېره مکاره بوډۍ ده، چي انسان غرور او خوندونو او شهوتونو ته وربولي. او له بله پلوه انسان د ژوند په لومړيو پړاوونو کي کم سنه وي، خام او بې تجربې وي، بې علمه وي، ځوان وي، احساساتي وي. چي له دې امله ژر غوليږي او د ټولني شيطان صفته ساکښان او د طواغيتو ډول ډول ګوډاګيان يې له حسن نيت او ښو احساساتو څخه بده ګټه اخلي.

له بده مرغه زموږ په ګران اسلامي هيواد کي داسي کسان، يا ډلي يا بنسټونه چي د دغسي شيطانانو د ناوړو فعاليتونو مخه ونيسي او ځوانان او نور مسلمانان د هغو په مکرونو پوه کړي او د اسلامي پوهي په سمبالولو سره يې له بې لارۍ او انحراف څخه وژغوري هم دومره دي چي ګردسره پر نشت حساب دي.

پر دې بنسټ زه د دې کتاب ليکوال هم د نورو ډېرو کسانو غوندي له تېروتنو څخه نه يم خلاص او ډېري خطاوي او ګناوي مي له لاسه وتلي دي. کله چي لا ما توبه نه وه کښلې باور وکړئ چي په ډېر ښه ژوند کي به مي زړه پرېشانه وو. تل به مي طبيعت خراب وو. روحي سکون او خوشالي مي په يو ډول نامرئي اضطراب او خفګان اوښتې وه او د يو ډول نه ډاډ او غم غوسې سره به لاس او ګرېوان وم. دنيوي کار مي هيڅ نه برابرېدى. مفلسۍ او خوارۍ مي په کور کي مېنه کړې وه.

په ځان او په زړه به ستړى ستومان او لالهاند وم. د يو ډول ګنسيت سره به مخامخ وم او علمي او ادبي کار مي سره له دې چي پوهېدم له لاسه نه کېدى. خو کله چي مي د لوى څښتن جل جلاله په درانه حضور کي پر تېرو ګنهونو ټينګه او نصوح توبه وکښل او پښېماني مي پر څرګنده کړه او په راتلونکې کي مي د خداى جل جلاله سره ټينګه ژمنه وکړه چي نور به ګناه نه کوم او خپل تېر ګنهونه به په ښو کارونو جبيره کوم. نو وروسته چي زه په پر له پسې توګه له الله تعالى څخه د خپلو ګنهونو د مغفرت او عفوي غوښتنه کوم، او اوس هم ډېر ځني بېرېږم، خو د عفوي او رحمت په بې پايه سمندر يې د دې ګنهونو د پرېوللو او بخښلو هيله لرم. له هماغه د توبې کښلو له وخته ډول ډول خوشاليو لاس راکړى دى، د زړه ډاډ او سکون مي موندلى.

ذهن او فکر مي تېز سوى، د اسلامي ليکنو سره مي مينه زياته سوې او چي د هر مطلب په باب مي د ليکني قصد کړى دى ډېره راته آسانه سوې او په ډېر ښه ترتيب سر ته رسېدلې ده. لکه چي دا دی اوس زما د ليکنو او ژباړو شمېر ۲۶ ټوکو کتابونو ته رسيږي او اوس هم د قرآن کريم په ژباړه او تفسير لګيا يم او تر سورت محمد صلی الله عليه وسلم (۲۶ مي سېپارې مي کار پر کړی دی).

له بلي خوا مي په رزق او روزي کي پراخي راغلې او ژوند مي ډېر هوسا او له خوشاليو ډک او مالامال سوى دى. چي زه د لوى څښتن جل جلاله پر دې لورونو او نعمتونو باندي شکر کاږم، پر تېرو ناسمو کړنو باندي پښېمان او په ټينګه توبه ګار يم، په بيا بيا مي توبه ده، خداى تعالى دي د هغه پاک او سپېڅلي دربار ته د هر څه زياتي رجوع نور توفيق او د ښو او سمو کارونو وس هم راکړي آمين. لوى څښتن څه ښه فرمايلي دي:

﴿ مَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا (2) وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ ﴾[الطلاق : ٢ ـ٣] ژباړه: هر څوک چي له خدايه وبېريږي او پرهېزګاره سي الله (له هر کړاوه) د ژغورني لار ورته برابروي. او له هغه ځايه چي تصور يې هم نه کوي روزي رسوي او هر څوک چي پر الله توکل وکړي (خپل هر کار هغه ته وسپاري) خداى يې بس او کافي دى.

نو راځئ زما ډېرو درنو وروڼو چي په اخلاص او صداقت سره نصوحه توبه وکاږو، څو د خداى تعالى له خوښۍ او دغسي نعمتونو او لورونو څخه برخمن سو.

د توبې وجوب:

په دين کي توبه کښل ډېره ستره چاره باله سي او په اسلام کي ډېر ستر ځاى او منزلت لري. له دې امله د ظاهري او باطني، فقهي او اخلاقي علومو ټولو علماى کرامو د قرآن کريم او نبوي سنتو د نصوصو پر بنسټ فرمايلي دي چي له ګنهونو څخه توبه سمدستي (على الفور) واجب ده. ان چي ابو محمد سهل رحمه الله ويلي دي چي خلکو ته تر توبې بل ډېر واجب شى نسته او څوک چي د توبې د پوهي په هکله معلومات نه لري د سخت عذاب سره به مخامخ سي. ان که څوک ووايي چي توبه نه ده فرض هغه کافر باله سي.

امام نووي رحمه الله فرمايي: د توبې سمدسي وجوب په قرآن کريم، نبوي سنتو او د امت په اجماع ثابت دى. يو بل عالم فرمايي چي د توبې سره يو ځاى د هغې درې اجزاوي، يعني په ګناه باندي علم، پر هغې پښېماني او پرېښوول يې هم واجب دي.

توبه سمدسي واجب ده:

په دې کي هيڅ شک او شبهه نسته چي توبه د ګنهونو د ترسره کولو وروسته فوري او سمدستي واجب ده. دا ځکه چي ګنهونه او معاصي هلاکوونکي او خطرناک بلل په نفس ايمان کي داخل دي. او دا واجب هغه څوک ادا کولاى سي چي د هغه له وجوبه خبر وي.

د توبې ځنډول:

د توبې کښلو په هکله ډېر خلک ځيني تېروتني کوي، چي دا د توبې د مفهوم په اړه له ناخبرۍ او د توبې چاري ته د لږ پام اړولو او بې پروايى څخه پېښيږي چي له دغو خطاوو څخه يوه هم د توبې ځنډول دي.

د توبې سمدستي نه کښل او ځنډول يې ډېر تاواني کار دى. دا د انسانانو ډېره لويه خطا ده . ډېرو خلکو ته د توبې کښل يو ډېر کوچنى او عادي کار ايسي. ډېر خلک پوهيږي چي ګناه مي کړې ده او يايې اوس هم تر سره کوم، خو توبه نن او سبا ته ځنډوي، ځيني کسان توبه د تحصيل د دورې تر پاى ته رسېدو پوري ځنډوي، ځيني يې تر واده پوري ځنډوي، ځيني يې تر حج او د عمر تر پوختيا پوري ټالوى او په دې سر نه خلاصوي چي د ګناه له ترسره کولو څخه په پيل کي د زړه سختي رامنځ ته کيږي. بيا کرارکرار انسان کفر او ګمراهۍ ته رسوي. په دې هکله به تاسي ته د ابليس او بلعم باعور کيسې يادي وي. له دوى څخه په پيل کي يوه يوه ګناه تر سره سوه، خو ورپسې يې خبره تر کفر او ګمراهۍ ورسېده او د تل لپاره وترټل سول. له دې امله په توبه کښلو کي تلوار او هوښياري او کوښښ په کار دى. که تاسي هرڅه ژر توبه وکاږئ نو هيله کېداى سي چي هرڅه ژر پر ګنهونو باندي د مداومت ناروغي ستاسي له زړه څخه ووزي او د ګنهونو د شومتيا او نحسيت بار ستاسي له زړه څخه ليري سي.

ابن قيم رحمه الله فرمايي: که څوک ګناه تر سره کړي پر هغې باندي سمدستي توبه واجب ده او که يې وځندوي د ځنډېدو له امله ګناهکار کيږي. که بيا وروسته له دې ګناه څخه توبه وکاږي، نو بله توبه به يې پر غاړه پاته وي چي هماغه د توبې د ځنډېدو توبه ده. په دې حساب بايد دغسي څوک دوې توبې وکاږي.

(نور بيا)

avatar
2 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

السلام عليکم ورحمته الله و برکاته
پاک الله(ج) دی ټولی ګناوی درمعاف کړی او وروسته ګناوی ټوله په اجرو در بدلی کړی .
الله سبحن تعالی دی توفيق درکړی چي کتابونه تکميل کړی او نورهم وليکی .
د کومو دوو يعنی توبه او ستاسو شکر چی تاسويی يادونه کړی ، پاک الله(ج) دی اجرونه درکړی ی ، تل تر تله بريالی اوسی ، پاک الله(ج) دی ټوله ارمانونه در پوره کړی .
په دعاوو کی مو يادوی .
وسلام

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته وبعد: ګرانه وروره جميل صاحب الله دي ستاسي پر خوله آمين کړي. الله سبحانه دي موږ او تاسي او ټول مسلمانان له بدو وساتي او د نيکو توفيق دي ورکړي. د لوی څښتن جل جلاله په حفظ کي اوسئ او جنت الفردوس دي په برخه سه. زه به تاسي ته دعاکوم او تاسي ماته دعاکوئ والسلام.

عبدالله وردک
میلمه
عبدالله وردک

ګرانه او قدرمنه وروره همت صاحب! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې روغ او جوړ وې. ګرانه او قدرمنه وروره! جزاک الله خیراٍ. په ریښتیا سره، چې هېڅوک له ګناه څخه خلاص ندي. خوشبخته به هغه څوک وي، چې په ژوند کې نصوحه توبه وباسي. ډېر خلک خو داسې هم شته، چې تر اوسه دوی په دغه ندي پوه شوي، چې دوی ګناه کوي. بیا به دوی پوهېږي، او بیا به توبه کاږي. په ریښتیا سره، چې هغه مزه، خوند، عزت، سرلوړي، آرامي، او نور … نور ښه شیان چې په اسلام کې شته، هغه… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

قدرمن او دروند ورور وردک صاحب وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته وبعد: الله مو له خپلي پتمني کورنۍ، دوستانو او ټولو مسلمانانو سره له هره غمه وساته. هو ګرانه وروره زموږ سپېڅلی پيغمبر صلی الله عليه وسلم چي معصوم دی لا د ورځي اويا يا سل واره له لوی څښتن سبحانه څخه د بخښني غوښتنه کول، نو موږ خو په طريق اولی بايد د الله عزاسمه څخه د خپلو ګناهونو بخښنه وغواړو او رجوع ورته وکړو. ماته چي د توبې خوند او ارزښت معلوم سوی دی، ځکه مي نو په دې اړه يو کتاب خپله وليکه او بل مي له… نور لوستل »