غزل/ محمد علي عمري

محمد علي عمري

هدیره او هم پاتا مو خرافات دي
هم واده دواده ورا مو خرافات دي

د غریب سړي هیڅ وس د اسقاط نشته
کړي به پور دغه اداء مو خرافات دي

په درېيمه ورځ د مړه خیرات ته ناست يو
ځان کړو موړ دغه حلوا مو خرافات دي

غم د مړي کول درې ورځې سنت دي
لس او شل ورځې ګډا مو خرافات دي

په بدۍ کې ګل غوتۍ مېرمنه ورکړو
دا رواج او دا ګناه مو خرافات دي

ښکلې پېغله ښکلې ځوان ته ور ودیږي
ولې ژاړي دا ژړا مو خرافات دي

ښځه کښېنوو پر کور باندې بې علمه
دغه کار دغه سزا مو خرافات دي

پښتون نر پښتون جنګي او سر وهونکی
دغه غم دغه وبا موخرافات دي

زوي پیداسي د ټوپکو وي ډزونه
خو پر لور باندې چپتیا مو خرافات دي

عمري د پښتون قام خرافات ډير دي
زیارتونه د بابا مو خرافات دي

محمدعلي عمري
مسلم باغ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د