استاد هم چې استاد وي!

عبدالله وردک

ګرانو او قدرمنو لوستونکو!

په نړۍ کې، د هغو ملکونو خلک ډېر بختور دي، چې ښه پوه، او عادل استادان ولري. ښه استاد لرل، یو ستر نعمت دی. د استاد مقام ډېر لوړ، او د قدر وړ دی. په شاګردانو هر وخت لازمه ده، چې د ښو استادانو، په قدر پوه شي، او هغوی ته د زړه له کومي احترام ولري، او د دوی په حق کې هر وخت د خیر دعا وکړي.

د یادولو وړ ده، چې استاد، هم استاد وي. دا پدې معنا، چې هر استاد هم، د قدر وړ ندی. هغه استادان، د قدر وړ دي، چې له خپلو شاګردانو سره یې، تکلیف ایستلی وي، او دوی ته یې یو څه ور زده کړي وي، او هغوی پوه، باناموسه، عادل، او له هر ډول تعصب څخه پاک وي.

که چېرې خدای مکړه، یو استاد، بې ناموسه، متعصب، بې انصافه، او ناپوه وي، نو دغه شانته استادان، د قدر وړ ندي. ځینو استادانو، د خپلو شاګردانو وخت ور ضایع کړی وي، او دوی د خپلو شاګردانو دپاره هېڅ د قدر وړ خدمت نه وي کړی. دغه ډول استادانو، د خپلو شاګردانو طلایي وخت، چې هغه به هېڅکله جبران نه شى، ور ضایع کړی، او دوی باید د خپلو شاګردانو څخه، هېڅکله، د دعا توقع ونکړي.

همدارنګه، ځینې استادان، یوازې پدغه فکر کې وي، چې شاګردان خوښحاله وساتي، او هېڅکله شاګردان، خپل اصلي مسىٔولیت ته نه متوجه کوي، چې دا ډول استادان، د ښو استادانو په ډله کې نه راځي.

زیاتره شاګردان ټول یو شانته عادت لري، او دا پدې معنا، چې زیاتره شاګردان هر وخت آسانه ژوند خوښوي، او ډېر کم شاګردان به د خپلې آینده په باره کې ژور فکر وکړي، او دا ځکه چې ټول آساني غواړي. اما، ښه استاد به هېڅکله، د شاګردانو په هکله بې پروایي، بې عدالتي، او خیانت ونکړي.

د هېچا ښه او بد استادان، له یاده نه وزي، او هغه هر وخت سړي ته ور یادیږي. ښه استاد ته، هر وخت خپل شاګردان، د زړه له کومي دعا کوي، او شاګردان یې د نامه په اورېدلو سره ډېر خوښحاله کیږي. بد استاد ته، که شاګردان یې ښېرا ونکړي، دعا خو به هېڅ وخت کې هم د سړي په خوله ورته رانشي.

نو داخبره حقیقت لري، چې استاد، هم استاد وي.

په ګران افغانستان کې به ځینو استادانو، د کتاب هغه برخې درس ورکولې، چې د هغوی به زده وې، او هغه برخې به یې درس نه ورکولې، چې د هغوی به زده نه وې. نو داسې استادانو ته به شاګردان څنګه دعا وکړي! ښه استاد د یوه شاګرد، ژوند ته مثبت تغیر ورکولای شي، او بد استاد، د شاګرد راتلونکی ژوند له خرابۍ او بربادۍ سره مخامخ کولای شي.

هېره د نه وي، چې الحمدالله، ډېر زیات ښه استادان هم په افغانستان کې پخواه موجود و، او هم هنوز وجود لري. شاګردان به ان شاءالله، هر وخت د دوی په شاګردۍ فخر وکړي، او د دوی دپاره به هر وخت د زړه له کومي دعا وکړي. ځینو استادانو په ریښتیا سره، په ډېرو سختو شرایطو کې، په ډېر اخلاص سره، د هېواد د ځوانانو د تعلیم په برخه کې خدمت ته ادامه ورکړې ده. الله(ج) د دغه ډول استادانو ته په دنیا او آخرت کې عظیم اجرونه ور په برخه کړي. آمین یارب العالمین.

همدارنګه، هغو استادانو ته، د هم الله(ج) انصاف ورکړي، چې دوی دغه سپېڅلې دنده، په ښه توګه سر ته نده رسولې.

د یادولو وړ ده، چې دغه خبره، له زیاترو افغانانو څخه په وار وار په هر بنډار کې اورېدل کیږي، چې پخواني پادشاه، محمد ظاهرشاه، د پښتو ژبې سره ډېر خیانت کړیدی، چې کېدای شي، دغه خبره یو څه اندازه ریښتیا هم وي. اما، که دغه نقطې ته هم متوجه شو، چې د همدغه پخواني پادشاه، په وخت کې، هغه چا چې به د پښتو د ژبې، د کامیابۍ تصدیق لاسته راوړ، نو هغوی ته به یوه اندازه اضافه تنخواه ورکول کېده. نو دغه نقطې ته په ښکاره ډول اشاره کولای شو، چې د پښتو د ژبې، ځینو استادانو، نه بښونکی خیانت له خپلې ژبې، او له خپلو هېوادوالو سره کړیدی. دا ځکه چې زیاتره به په واسطه یا رشوت سره کامیاب کېدل، نو دغه شانته استادان، د بښلو، دعا، او احترام وړ ندي.

همدارنګه، دا ټولو ته معلومه ده، چې پخواني پادشاه، په پښتو خبرو کې لږ مشکل درلوده، او کېدای شي، چې د ده به هم، پدغه برخه کې دومره ګناه نه وه، لکه چې مونږه فکر کاوه. دا پدې معنا، چې کېدای شي، د هغه پلار، محمد نادر شاه، د ده په هکله خپل مسىٔولیت په سمه توګه نه وي اداء کړی، او پښتو ژبه یې ده ته، د ماشومتوب په دوران کې، نوي ورزده کړې.

زه فکر کوم، چې د مونږه او تاسې په هکله به هم د افغانستان د ننه خلک، په ډېره نیږدې آینده کې، همداسې فکر وکړي. دا ځکه چې مونږه او تاسې هم په بهرني ملکونو کې، خپلو اولادونو ته خپلې ملي ژبې نه دي ورزده کړې. یعنې، زمونږه او تاسې اولادونه، هم په سمه توګه، په خپله ملي ژبه، لیکل او لوستل نشي کولای، او دوی له هغه لیکنو، لکچرو، او اسلامي کتابونو څخه، چې په ملي ژبه ترتیب شوي دى، کومه ګټه نشي پورته کولای.

نو یو ځل بیا، زه خپله خبره تکراروم، چې هر استاد، د احترام وړ ندی، استاد باید، یو څه شاګردانو ته کړي وي، چې تر څو هغه، شاګردانو ته، د احترام وړ، او ورپه یاد شي.

د پام وړ ټکي:

یو استاد باید د خپلو شاګردانو دپاره، د زړه له خلاصه خدمت وکړي، او ښه تکړه شاګردان افغاني ټولنې ته وړاندې کړي.

د یادولو وړ ده، چي دولت هم خپلو استادانو ته د تعلیم بهترین وسایل او شرایط برابر کړي، او هم خپلو استادانو ته په کافي اندازه معاش ورکړي، چې تر څو یو استاد، د بل کار کولو ته مجبور نه شي.

همدارنګه، استادان هم، باید له قناعت څخه کار واخلي، او شاګردان د خپل دنیوي حرص قرباني نکړي.

د یادولو وړ ده، چې هغه افغانان، چې په بهرنیو ملکونو کې اوسیږي، هغوی باید د خپلو اولادو، سالمې تربیې ته ډېره پاملرنه وکړي، او هم خپلو اولادونو ته خپلې ملي ژبې ور زده کړي. کنه، نو بیا د دوی په خپلو خبرو کې لږ انصاف وکړي، او نور خلک د بیا نه ملامتوي.

زه یو ځل بیا خپله خبره تکراروم، چې استاد خو هم استاد وي!؟

په پای کې زه د الله(ج)، لوی او مهربان دربار ته د عاجزۍ دواړه لاسونه، د دعا دپاره پورته کوم، چې الله(ج) د په افغانستان، او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.

والسلام.

انګلستان – دسمبر – ۲۰۱۸

زما اړیکه:

abdullahward[email protected]

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د ګران استاد وردګ صاحب د ګټوری لیکنی په ادامه: اصولاً هر مدنی انسان څلور استادان لری چي درې ئې بشری او یو ئې معنوی او ملکوتی استاد یعنی سبحانه و تعالی ( رب) دی، رب معنی استاد، منتهی ددې ستر استاد درس د یوې تعبیه شوی دستګاه پواسطه انسان ته د انتقال وړ دی چي فطری او عقلی تصفیه خانه او آسمانی کتُب ددې استادی او تدریس اصلی منابع دی. امّا درې نور بشری اساتید یا استادان عبارت دی له والدین او ښوونکی او عادل حاکم څخه.لومړني استاد پلار او مور دی چه خپل اولاد ته سالمه روزنه او… نور لوستل »

عبدالله وردک
میلمه
عبدالله وردک

ګرانه او قدرمنه وروره غلام حضرت جانه! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! جزاک الله خیراً. زه د ستا له خبرو سره موافق یم، او لکه چې تا ذکر کړیدي، په ریښتیا سره، لومړنی استادان، مور او پلار دي. لیکن پدغه لیکنه کې زما مقصد، دولتي، او رسمي، استادان دي. همدارنګه، ستا لیکلي دى، چې هرڅوک یوه ښه جمله، چاته وشیى، هغه ته، د هغو استاد ویل کیږي. دا باالکل درسره منم، لیکن، هغه د مجاني استادانو په جمله کې راځي. زما هدف، هغه استادان دي، چې دوی، په مکتبونو او پوهنتونو کې، استادي کوي، لیکن بیا خپله وظیفه… نور لوستل »

مسعود افغان
میلمه
مسعود افغان

هر څوک چي نظام تخریبوي، زموږ دښمن دی مسعود افغان د ملي امنیت شورا سلاکار دوکتور حمدالله محب د جدی پر ۸ نیټه د دفاع وزارت ته د اسدالله خالد د معرفي په مراسمو کي ګډونوالو ته په لندو جملو کي ډیره د مفهومه ډکي خبري وکړې، او په څو جملو کي یې د دښمن تعریف، روان حالت، د دښمن اهداف، او د افغان حکومت غوښتنه او تګلاره بیان کړل. هغه پخپله وینا کي وویل: ” د دښمن تعریف روښانه دی، هر څوک چي نظام تخریبوي زموږ دښمن دی، او موږ یې په مقابل کي جنګیږو، زموږ لپاره اولیت سوله… نور لوستل »

جانان
میلمه
جانان

مسعود افغانه ، افغان نه یی دافغان نوم له ځانه لیری کړه بیا چه د ذلت څه خبری لیکی پروا نه لری ګیدړان تل په بغارو نړی فتح کوی مګر افغان د هغه جا نوم دی چه هغه ورځ یی انګریزان ، برون روسان او نن یی ستاسی نوی دجالان باداران به ډونګو کړی . مسعود وایی هر څوک چه نظام تخریبوی زمونږ دشمن دی او دغه خبره یی د ایجړا محب دخولی رااخستی مګر اصلی دشمنان تری هیر دی چه دوی ورته قضایی مصونیت ورکړی او د دوی کونری نظام خرابوی او که دوی یی په سر هم ودریږی… نور لوستل »