افغانستان

طالبانو په کندهار کې یوه قرارګاه د تونل په واسطه له منځه وړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱مرغومي، ۱۳۹۷ل): د طالبانو مختلفو سرچینو نن ټکی اسیا ته لږ ګړی مخکې خبر ورکړ چې د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې يې د کمانډو ځواکونو یوه قرارګاه د تونل په واسطه منفجره کړې او ګڼ شمېر عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

که څه هم تر اوسه پيښه تازه ده خو د یادو سرچینو په حواله طالبانو د میوند ولسوالۍ په مندوزو سیمه کې د کمانډو ځواکونو یوې قرارګاه ته تونل ور وستلی وو او بیا یې له باردو ډک کړی، چې نن شپه یې ورته انفجار ورکړ او په وینا یې په لسګونو عسکر مړه شوي دي.
یادې سرچینې زیاتوي چې په قرارګاه کې میشت عسکر په پرمختللیو وسلو، دوربینانو او لیزرانو سمبال وه.

د کندهار یوه خبریال هم د پيښې تصدیق کړی خو او د مرګ ژوبلې په اړه یې هم ابتدائي معلومات ورکړي دي، نوموړي ویلي:

تر اوسه د پيښې په اړه د طالبانو رسمي سرچینو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x