د بلوچستان لورلایي کې څلور پاکستاني پوځيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): د بلوچستان ايالت کوټې ښار ۱۴۰ کيلومتره لرې ختيځ لورلايي سيمه کې د پاکستاني پوځيانو په يوه مرکز بريد کې څلور پوځيان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې رسنيو ته ويلي، چې لورلايي کې د پوځ پر روزنيز مرکز برید کې څلور پوځيان او څلور بریدګر وژل شوي دي.

د خبر پاڼې له مخې لومړي بریدګر د روزنيز مرکز په دروازه کې ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه او نورو بریدګرو غوښتل، چې مرکز ته ننوځي، خو پوځيانو يې مخه نيولې ده.

پاکستاني طالبانو د دغه بريد مسؤوليت منلی دی.

د پاکستاني طالبانو وياند محمد خراساني رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې ويلي، چې په لورلايي کې د پوځ پر مرکز دوی برید کړی، خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ویلي.

بلوچستان کې پر امنيتي ځواکونو او نورو حکومتي ودانيو وخت پر وخت بریدونه او چاودنې کيږي، چې ډېری وخت يې پړه پاکستاني طالبان، د بلوچستان بېلتونپال بلوڅان او يا ځينې  نورې ډلې مني.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د