افغانستان

طالبان: ملکي وګړي په نښه کول د زوال نښې دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): وړمه ورځ د پکتیا په زرمت کې هوايي برید کې د یوې کورنۍ شپږ غړي او دوه يې کلیوال ووژل شول، په ورته وخت کې نیویارک ټایمز راپور ورکړ، چې سې ای اې د ملکي وګړو د په نښه کولو لپاره ځانګړي ځواکونه روزلي چې د حکومت له واکه د باندې دي.

طالبانو په همدې مناسبت خپره کړې خبرپاڼه کې د ملکي وګړو قصدي وژنې د بهرنیو ځواکونو او د دوی د افغان ملګرو د زوال نښې بللې دي.

«زموږ په باور روان وحشتونه ځکه د بې رحمه اشغالګرو او د هغوی لاسپوڅو د زوال نښه ده چې د تاریخ په اوږدو کې الله تعالی کله هم ظلم او ظالمانو ته د دوام فرصت نه دی ورکړی.»

طالبانو حکومت او امریکایانو ته ور یاده کړې، چې که په دې ډول غواړي په افغان ولس کې د مقاومت روحیه وځپي «نو په پوره ډاډ ورته وایو چې این خیال است و محال است و جنون . . .»

طالبان وايي دا يې باور دی چې هوايي بریدونه، شپني عملیات او مخامخ د ملکي وګړو وژنه به یوازې «د ولس د قیام ولوله او د انتقام جذبه پياوړې کړي، د تش په نام بشرپالو له غیرانساني څیرو به دروغجن نقابونه وغورځوي. هغوی به د هر وران شوي کلي او بمبارځپلې سیمې اوسیدونکو ته د وحشي قاتلانو او بشرخوړونکو په حیث وروپیژني.»

تبصره کې د امریکا د یرغل له پیله تر اوسه د بمبار، ملکي تلفاتو، تبلیغاتي زورونو او ډول ډول فشارونو لنډه یادونه شوې او ټینګار شوی دی چې افغان ولس د بهرنیو یو ډول فشار ته هم خپله وسله پر ځمکه اېښې نه ده.

تېره ورځ طالبانو د ملکي تلفاتو کلنی راپور خپور کړ، چې ۸۳ سلنه ملامتي يې د امریکایانو او دولتي ځواکونو یاده کړې وه.

په دې اړه خپاره شوي راپور کې راغلي و، په ۲۰۱۸ زيږديز کال کې په ټوليز ډول د ملکي تلفاتو ۱۰۲۹ پيښې شوي دي چې۸۶۵ يې د امريکايي عسکرو او دولتي ځواکونو له لوري ترسره شوي دي چې د ملکي تلفاتو ۸۳ سلنه جوړوي.

همدا راز ۱۳۶ پيښې د داعش وسله والې ډلې او نامعلومو کسانو په نامه ثبت شوي دي چې د ملکي تلفاتو ۱۴ سلنه برخه جوړوي.

ددې ترڅنګ د ملکي تلفاتو ۲۸ پيښې د افغانانو د خپل منځي جګړو له امله ښودل شوي دي چې ۳ سلنه جوړيږي.

په دې راپور کې په مجموعي توګه په افغانستان کې د ملکي تلفاتو شمیره ۴۱۷۹ تنه ښودل شوې ده چې په کې ۲۳۰۳ تنه وژل شوي او ۱۸۷۶ ټپيان شوي دي چې ښځې، ماشومان او سپين ږيري په کې شامل دي چې په مجموعي توګه ۲۰۲۹ تنه د امريکا او حکومت له لوري او ۲۶۵ تنه د داعش او نامعلومو وسله والو لوري وژل شوي دي.

تېر کال کې د ملکي تلفاتو خونړۍ پېښې د کندوز په دشت ارچي، د ننګرهار په خوږیاڼو، د پکتیا په زرمت، د هلمند په ګرمسېر او د کونړ په شلتن کې هغه هوايي بریدونه و، چې لسګونه کورنۍ يې د وېر په ټغر کېنولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x