نیویارک ټایمز: پوځي بریا ناشونې ده، له افغانستانه د وتلو وخت دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې له افغانستانه د امریکايي عسکرو د ممکنه وتلو خبرونه خپاره شول، بېلابېل غبرګونونه را وپارېدل، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په اړه واضح څه نه دي ويلي، خو له سوريې د عسکرو په ایستلو يې پرلپسې ټینګار کړی دی.

نیویارک ټایمز په پرونۍ ګڼه کې د «له افغانستانه د وتلو وخت دی!» تر سرلیک لاندې د مشهور سیاسي مبصر رابرټ کپلان لیکنه خپره کړې، چې په وینا يې باید له افغانستانه پښې سپکې شي.

د لیکوال په وینا هغه څه چې امریکا يې هلته د پاتې کېدو لپاره اړ ایستله، پر دومره لګښت نه ارزي، ځکه عاید کم دی.

هغه لیکلي، امریکا په افغانستان کې هر کال شاوخوا ۴۵ میلیارده ډالر لګښت کوي، خو د افغانستان پر کانونو د هند، پاکستان او ایران سیالۍ روانې دي او امریکا ترې د پام وړ عاید ګوتو ته نه راوړي.

کپلان لیکلي دا باید ومنل شي، چې پر طالبانو پوځي بریا امکان نه لري او باید له افغانستانه ځواکونه را وایستل شي.

لیکوال د یو پوهنتون د معلوماتو پر حواله لیکلي، چې په افغانستان کې د جګړې ټول لګښت تر دوه ټریلیون ډالرو رسېږي، خو په وینا يې دا لګښت د دې لپاره شوی چې هلته داسې اداره رامنځته شوې، چې د دوی په تګ سره به یو دمي وشړېږي.

د لیکنې لیکوال وړاندې لیکلي، امریکايان په افغانستان کې د وضعیت د ښه کېدو لپاره نه دي پراته، بلکې په دې تمه هلته لګښتونه کوي، ورځې شپې اړوي، چې وضعیت تر دې هم خراب نه شي، خو د ده په وینا حالات ورځ په ورځ له ګوتو په وتلو دي او طالبان تدریجي پر مخ روان دي.

دا په داسې حال کې دی چې تازه د بهرنیانو عمومي قومندان سکاټ مېلر هم له خپلو عسکرو سره د خبرو پر مهال وویل، باید د «ښې او بدې» اورېدو لپاره تیار واوسو.

مېلر په پوځي اډه کې د یوې لوبې له نندارې وروسته خپلو عسکرو ته وویل، د سولې د روانو خبرو اترو وروسته باید په ځان کې د «ښو او بدو» اورېدو ته د تیارۍ وړتیا پیدا کړئ.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

وایی یوی ګیدړی ځغستل تازی په پسی وو یوه لاروی پرکیدړی ږغ کۍ چه همت کوه دی جواب ورکۍ چه نامردی دی موله ځانه سی دغنی حکومت اوس هم دګیدړی په پوزیشن کی دۍ دطالبانوتازی یی که ژرسوکه پس خپل انجام ته رسوی،لاکن کیدړه یوډیر بد لم لری بعضی وخت تازی خطاباسی ترځان یی تیروی لکه ګلبدین چی تیرکۍ الله دی تازی ددی دلمه ساتی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ