افغانستان

کابل؛ یوولسو ناحیو ته ښځينه ښاروالانې ګمارل شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): په داسې حال کې چې د کابل ښاروالۍ د ګډ حکومت له پیله تر اوسه رسمۍ ښاروال نه دی لرلی او د سرپرستانو له لوري اداره کېده، خو تازه يې د یوولسو ناحیو لپاره ښځينه ښاروالانې چې د کابل ښار مرستیالانې هم یادېږي ګمارلې دي.

د کابل ښاروالۍ له همدې امله جوړه شوې غونډه کې وحیده صمدي، مرسل مهمان، حبیبه صادقي، مسعوده فردوس، سویتا ناصري، مژګان حاجي‌زاده، نظیفه اوریاخېل، راضیه عارفي، حسینه حسین، نسیمه حمیدي او فهیمه بهزاد د بېلابېلو ناحیو چې شمېر يې یوولسو ته رسېږي، ښاروالانې مقررې کړې دي.

د کابل ښاروال سرپرست شعیب رحیم وايي، که څه هم دا ټیټ بستونه دي، خو په وینا يې «لومړۍ درجه تصمیم نیولی شي.»

دا په داسې حال کې دی چې په ګڼو دولتي او خصوصي ادارو کې پرلپسې ښځينه کارکوونکو له ناوړه چلنده پرلپسې شکایتونه کړي دي.

د حکومت مشرانو هم په ګڼو مواردو کې پر دې اعتراف کړی چې ښځينې له ګڼو تاوتریخوالو خصوصاً جنسي ځورونو سره مخ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x