افغانستان

څارونکي د ټاکنیزو کمیسیونونو مسوولین پر مالي فساد تورونوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ټاکنیز بهیر څارونکي وايي، د ټاکنو کمیسیون مرکزي دفتر کې ځینې کارکونکي او ولایتي دفاترو کې مشران په مالي فساد کې ښکېل بللي دي.

د ولسي جرګې ټاکنې د تلې میاشتې پر ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شوې، خو تر اوسه يې لا هم لومړنۍ پایلې بشپړې نه دي اعلان شوې.

په ګڼو ولایتونو کې چې لومړنۍ پایلې اعلان شوې، پر وړاندې يې ناکامو نوماندانو او د هغوی پلویانو توند غبرګونونه ښوودلي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو غړې حمیرا حقمل ویلي و، امکان لري چې د ځينو ولایتونو په لومړنیو پایلو کې بشپړ بدلون راشي.

د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر نعیم اصغري وویل، د ټاکنو کمیسیون د مشر په ګډون ټول کمیشنران او ګڼ غړي يې جدي اصلاحاتو ته اړتیا لري.

د رڼو او ازادو ټاکنو بنسټ غړی حبیب شینواری وايي، کمیسیون چې ټاکنې درې میاشتې وځنډولې باید په دې درېیو میاشتو کې د پام وړ اصلاحات راولي.

د افغان ځوانانو ټولنې مشر خلیل روفي وايي، لویه څارنوالي باید د شویو درغلیو او فسادونو په اړه بې تفاوته پاتې نه شي.

دا په داسې حال کې دی چې په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، دوی هم د اصلاحاتو غوښتونکي دي.

تېره ورځ یوناما هم په ګواښمن انداز خبر ورکړ، چې ولسمشریزو ټاکنو کې ورته د ولسي جرګې په څېر کمزوری مدیریت د منلو وړ نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x