مېلر: د جګړې ټول اړخونه د سولې پلویان دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر ویلي د جګړې ټول اړخونه د سولې پر هڅو بوخت دي او دوی باید له حالاتو سره ځان برابر کړي.

مېلر خپلو ځواکونو ته ویلي د سولې لپاره د ښکېلو اړخونو تر څنګ د سیمې هېوادونه هم هڅې کوي، په وینا يې له سولې وروسته د «ښو او بدو» اورېدو ته باید تیار واوسو.

د هغه په خبره موږ باید دا وړتیا پیدا کړو، چې له بدلېدونکو حالاتو سره بدل او ځانونه عیار کړو.

هغه ونه ویل چې حالات په کوم لوري روان دی، خو خپلو عسکرو ته يې وویل په ځان کې باید د مثبت او منفي خبرو اورېدو وړتیا پیدا کړي.

هغه خپلو عسکرو ته په پښتونکي ډول وویل: «داسې دریځ ټاکلی شو، چې د مثبتونو بهیرونو ملاتړ وکړو، خو منفي پایلو ته تیار واوسو؟»

دا په داسې حال کې دی چې نیویارک ټایمز په تازه مطلب کې پر امریکا غږ کړ، چې پر طالبانو د پوځي بریا امکان موجود نه دی او ښه دی چې له دې هېواده پښې سپکې کړل شي.

د مطلب د لیکوال په وینا دلته میلیاردونه ډالر یوازې د دې لپاره مصرفېږي، چې همدا لړزاند را منځته کړل شوی حکومت نور ونه شړېږي، خو د ښه توب هیڅ تمه موجوده نه ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د