افغانستان

دویم تعقیب: کندهار کې د عسکرو کنډک په تکتيکي چاودنه ويجاړ او لسګونه عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): د کندهار ولايت ميوند ولسوالۍ کې طالبانو د عسکرو پر يوه کنډک تکتيکي چاودنه کړې، چې له امله يې ټول کنډک ويجاړ شوی او لسګونو کومانډو عسکرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل خبرپاڼه کې ويلي، چې د ميوند ولسوالۍ په رنګيزانو سيمه کې د کومانډويانو پر يوه قرارګاه تکتيکي چاودنې کې پنځه دېرش عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپورونه وايي، چې ياد کنډک کې څلويښت عسکر اوسېدل، چې يوازې پنځه يې ژوندي پاتې شوي دي.

ځايي سرچينې وايي، چې طالبانو له لرې ځايه د کومانډو عسکرو کنډک ته تونل جوړ کړی و، هلته يې  چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي او له لرې  ځايه يې  چاودنه ورکړې ده.

د کندهار ولايت چارواکو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

دا پېښه په داسې حال کې شوې، چې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ جګړې ورځ تر بلې په توندېدو دي.

د ګډ حکومت د دفاع نوي سرپرست وزير اسدالله خالد ګواښ کړی، چې نور به د دوی عمليات له دفاعي  څخه تهاجمي ته واړوي او طالبان به پر خپلو سنګرونو کې  په نښه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)

ماشاالله د امارت په سرښندونکو مجاهدینو الله (ج) مو تل بریالی لره ستاسی د سپیڅلی مبارزی موخه د اسلام د دین مبارزه ده او انشاالله همداسی به پکی بریالی وی. دا د غرب غلامان او اجیره اردو او پولیس داسی وژنی لکه یو کافر امریکایی چی وژنی د دوی او امریکایانو هیڅ فرق نشته دا امریکا روزلی او د امریکا بچی دی د دوی موخه د شیطانی امریکا له منافعو څخه ساتنه ده . او الله (ج) دی هغه سرتیری په خپل امان کی وساتی چی هغوی در اردو په مینځکی دی خو هوش او فکر د اسلام د سپیڅلی… نور لوستل »

سیلاب

الله ج دی ورته تر دی زیات توفیق ورکړی چه د افغانستان ښکلی ، سپیڅلی او د مجاهدینو خاوره د دجالی خبیثانو او د هغوی له غلامانو پاکه کړی .
که طالبان زما دا تبصره ولولی او یا یی څوک ورته ووایی ، زه وایم طالبان چه هر څه کوی مګر د خبلو بریدونو تاکتیک یا هغه وسییلی چه دوی تر کار اخستی نه په ډاګه کوی د کابل غلامان او باداران په نورو ځایو کی د هغو مخنیوی کوی ممکن خپله طالبانو ته تلفات وزیږول شی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x