روبرټ ګیټس: اسرائیل حق لري چي دتوغندیو په مقابل کي دځان دفاع وکړي

robert_gates_visit_israelنن ټکي اسیا مارچ ۲۰۱۱/۲۷) روبرټ ګیټس ویلي چې اسرائیل هم د نورو ملیتونو په څیر حق لري ترڅو له خپله ځانه دفاع وکړي، دګیټس څرګندوني په داسي وخت کي راڅګندیږي کله چي تیره ورځ اسرائیلي جیټ الوتکو یوځل بیا دغزي پرترانګه باندي توغندي تغولي وه.
روبرټ ګیټس له دغو څرګندونو سره سره یوځل بیا دواړو غاړو غږ وکړ تر څو په منځني ختیځ کي دخبرو ولاړه پروسه بیا را ژوندي کړي، ګیټس په داسي وخت کي دخبرو وړانديز کوي چي داسرئیلو جنګي جیټ الوتکي دغزي پرتړانګه بمونه اوره وي.
دبی بی سی خبریال له سیمي څخه خبرورکړیدي، چې له تیري ورځي راپدي خوا کم وزیات دري واره اسرائیلي الوتکو غزه په نښه کړیده، دغزي دښار په شمال کي دکتائب القسام دعسکري تمریناتو مرکزونه په نښه شویدي، او همدارنګه دښار په شمال کي دمهاجرو پنډغالي ته څیرمه دښار د امنیتي پولیسو مرکز هم په نښه شویدی، دښار په ختیځ کي دجبل الریس او دتفاح د کلي په شا او خوا کي هم داسرائیلو له لوري دتوغندیو بریدونه شویدي.
له بل لوري په فلسطین هم ټولو جهادي ډلو، لکه حرکت الجهاد الاسلامی، دفلسطین دازادي دخلګو ډله، دولسي مقاومت ډلي خبر ورکړیدي، چی له غزي څخه یی پراسرائیلو دتوغندیو او هوانونو بریدونه کړیدي.
دزیتون په کلي کي هم اسرائیلي جنګي جیټ الوتکو هدفونو په نښه کړیدي، له روغتون څخه ډاکټرانو دڅلورو ژوبلو کسانو خبر ورکړیدي، خو ویل کیږي چي دژوبلو کسانو حالت دډاډ وړدی او ژر ده چي له روغتون څخه به رخصت شي.

اسرائیلو فوځي چارواکو رسنیو ته ویلي چي دزیتون په کلي کي مو فلسطینیي وسلوال په داسي وخت کی په نښه کړيدي چي پراسرائیلو باندي یی توغندي تغولې، خو دازادو منابعو له لوري څخه داسرائیلو د ادعاوو پخلی ندي شوی.
له بلي خوا په فلسطین کې دحرکت الجهاد الاسلامي ډلي خبرداري ورکړیدي چي مونږ به پر اسرائیلو باندي خپلو بریدونو ته تر هغو پوري دوام ورکړو ترڅو چي اسرائیلو پرفلسطین باندي بمباري بندي کړي نوي.

دا ټوله پرمختګونه په داسي وخت کې منځ ته راځي چې له یوې خوا عربي نړی د خپلو زړو حاکمانو پر ضد په انقلابونو لاس پوري کړی، له بلي خوا د فلسطین اولس هم په فیس بوک باندي پر فلسطینانو باندي ږغ کړی چې په هیواد کې د اسراییل په ضد یو وار بیا په پاڅون لاس پوري کړي، دوی د هیواد والو څخه غوښتي چې یو وار بیا سړکونو ته را ووزي او په ( دریمي انتفاضه ) لاس پوري کړي..

انتفاضه پاڅون ته ویل کیږي، او په فلسطین کې دا توری ځکه ډېر عام دی، چې ددې تر مخه فلسطینانو د اسراییلو په ضد دوه عام پاڅونونه کړي، چې انتفاضة الاولی، او انتفاضة الثانیة ورته ویل کيږی، اوله یې په کال 1987 او دوهمه په کال 2000 کې وسوله..

د اسراییل اولس مشر نتنیاهو د فیس بوک د ادارې څخه غوښتنه کړې وه چې هغه صفحه بنده کړي کومه چې د انتفاضه الثالثه لپاره هلي ځلي کوي.

په فیس بوک کې ددغې صفحې ادرس په لاندي ډول دی:

http://www.facebook.com/Palestinian.Intifada

 

بخت الرحمن بخت

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د