افغانستان

ولسي جرګې لومړی ځل د سولې بهیر کې د پاکستان لپاره پر «امتیاز» نیوکه وکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې غړو پر امریکا غږ کړی، چې د سولې بهیر کې باید پاکستان ته امتیاز ور نه کړي او پر ځای يې پر دې هېواد فشار راوړل شي.

وړاندې تر دې پخواني ولسمشر تر شل ځله ډېر پاکستان ته سفرونه کړي او محمد اشرف غني هم د شریک واک په نږدې ټوله دوره کې د سولې ټولې هیلې په پاکستان پورې تړلې ګڼلې.

لومړی ځل دی چې ولسي جرګې د پاکستان پر داسې رول نیوکه کړې، چې پر اساس يې امتیاز تر لاسه کولی شي.

د جرګې د غړو په وینا امریکا باید له پاکستان سره «معامله» ونه کړي، د ځينو وکیلانو په وینا طالبان باید مخامخ له حکومت سره وغږېږي.

په ورته وخت کې ځینو عربي رسنیو داسې راپورونه هم خپاره کړي، چې اماراتو پاکستان ته د افغان سولې د مرستې په تړاو درې میلیارده ډالر ورکړي دي.

طالبانو پرلپسې ټینګار کړی، چې د سیاسي اړیکو لپاره يې ادرس په قطر کې پرانیستی دفتر دی او د سیمې له هېوادونو سره د خپل ولس د مسؤل حاکم په توګه د ملي ګټو لپاره مناسبې اړیکې لري.

د ولسي جرګې د وکیلانو په وینا په روانه ټوله جګړه کې پاکستان پرلپسې په بېلابېلو نومونو امتیازونه تر لاسه کړي، خو پایله يې هیڅ ختلې ده.

د شنونکو په باور د حکومت تر ټولو لوی سرخوږی دا و، چې طالب يې د مطرح اړخ په توګه نه قبلاوه او په یو نه یو ډول يې ځینو هېوادونو ته منسوبول، خو امریکا درک کړې چې طالب مقابل مطرح اړخ دی او باید ورسره مخامخ خبرې وشي.

طالبانو څو ورځې وړاندې په ابوظبۍ کې له امریکا سره د سعودي، اماراتو او پاکستان د استازو په ګډون خبرې وکړې، چې حکومت ته پکې د ګډون اجازه ور نه کړل شوه.

تمه ده د طالبانو او امریکا بله ناسته به د عربستان په جده کې وشي، چې د افغان ولس ګڼې هیلې ور پورې غوټې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

دپاکستان حکومت اوس هغه حکومت ندۍ چه امریکااوانګریزان یی دهمسایووملکو په جنګولوګماری اوخپل حکومت یی دامریکااوانګریزاپه پاورساتی عمران خان غیرتمندلوی تعلیم یافته خپله ګټه په اسلامی ورورولۍ کی پلټی آیاولسی جرګه داشرفغنی ملحد اوافغانی قاتل په حکومت قانع ده که دولس په غم کی ده ولسی جرګه ولس ټاکلی ده کیری امریکایی نده ټاکلی،اوس چین اوپاکستان دواړه دتجارت په خاطردافغانستان صلح اوآرامی غواړی ولسی جرګه بایدسیاسی پوهه ولری.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

جميل

دا خداى خواركرى پخپله خپله غلامى بيانوى كنه هيواد خو ستاسو دى تاسى ولى له امريكا نه غوارى چى پاكستان ته زما د هيواد پر سر امتيازات مه وركوى. يوه كيسه را پياد شوه : د زوانى وختونه وه د يو ملگرى مى د يو بل سره چى په تن كى زما تر ملگرى دير غت و خوله شوه ، زما ملگرى ته يى وويل چى زما د تره زامن دير زورور كاراته بازان دى ، له همدى ويلو سره سم يوه مظبوطه سپيره پر مخ ور حواله شوه حريف گنس شو او ورته وويل شوه چى په دى سپيره… نور لوستل »

مجاهد

د عمران خان په اړه لا وختی دی چه ښه یا بد ورته وویل شی دومره ویلای شو چه تر نورو حکومتو به د پاکستان د پاره ښه وی مګر دا چه په لندن کی زیږیدلی او لوی شوی کیدی شی غلام روزل شوی او سرمایه ګذاری ورباندی شوی، د پاکستان د قضا له خوا یی نواز شریف خلع او د نورو حریفانو په مقابل کی چه تر عمران خان یی مخکی والی درلود د پاکستان نظامیانو ( چه د انګریزانو اصلی غلامان دی او معاشونه راسا له انګریزانو ترلاسه کوی او لوی جنرالان یی د عمران خان ، نواز… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x