هرات: افغان عسکر په ايټالوي عسکرو بريد کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): په هرات ولایت کې یو افغان سرتېري پر نړیوالو ځواکونو باندې ډزې کړي دي.

د هرات ولايت د سرحدي پوليسو د قومندانۍ په پنځمه لوا کې يو افغان عسکر په بهرنيو عسکرو ډزې کړې دي خو د چارواکو په وينا چې بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د هرات د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان جنرال نورالله قادري رسنيو ته ويلي دي چې دا پيښه نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې د سرحدي پولیسو په پنځمه لوا کې رامنځته شوه.

هغه وايي يو افغان عسکر په ايټالوي او افغان عسکرو ډزې وکړې چې په نتيجه کې یې يو افغان عسکر ټپي شو خو ايټالوي عسکرو ته زيان ونه رسېد.

نوموړی زياتوي چې په مقابلو ډزو کې بريد ګر عسکر هم وژل شوی دی.

يوې بلې سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط امريکا غږ ته ویلي دي چې دې افغان عسکر د ايتالوي عسکرو په موټر د راکټ په واسطه بريد وکړ خو وروسته بيا افغان عسکر د خپلو ملګرو له لوري ووژل شو.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان د امنيتي ځواکونو په ليکو کې ډيری وخت افغان عسکر په بهرنيو عسکرو د خپل ټوپک شپېلۍ ور اړوي خو د افغان ځواکونو په ځوابي بريدونو کې هغوی هم خپل ژوند له لاسه ورکوي.

نژدې درې مياشتې وړاندې هم په هرات ولايت کې يو افغان عسکر په بهرنيو عسکرو ډزې وکړې او څو تنه بهرني عسکر يې مړه او ټپيان کړي وو.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)
میلمه
عبدالولی (فهیم)

الله (ج) دی دده غازی سرتیری غزا په خپل دربار کی قبوله کړه او الله (ج) د هغه سرتیری حشر د نمرود بوش ترمپ او تورمخی اوباما سره وکړی چی دا غازی یی شهید کړی دی. لوریه ربه ته دا غازی سرتیری په جنتونو ونازوی او کورنی ته یی جمیل صبر ورنصیب کړی. داسی سرښندونکی ځوانان هم پیداکیږی چی خپل سرونه د اسلام له پاره قربانوی او داسی بیشرمه غلام او بیناموسه سرتیری هم پیداکیږی چی د یو کافر لپاره خپل یو دینی ورو وژنی . د خدای لعنت دی وی په داسی مسلمان په داسی افغان چی د یو… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

الله ج دی ورله شهادت قبول کړی ، د لونګ او غمی پشتین څخه هم هیله لرم چه به دی اړه خپل مثبت یا منفی غبرګون وښیی ، تر څو یی افغانیت او دهریت معلوم په ډاګه شی

مجاهد
میلمه
مجاهد

کله چه طالبان غلام عسکر ووژنی ، ځکه چه نه تسلیمیږی نو د ځدران او لونګ په شان غلام وزیران د ### په شان په رمپاړو دنیا په بله کړی چه ملی اردو یی وژلی هغوی تورسری او ماشومان لری هغوی به څه خوری طالبان دی نر شی او د اشغالګرو قواوو سره دی زور ازمایی وکړی . مګر دلته چه یو مجاهد عسکر په اشغالګرو د خبل ټوپک شپیلی راګرځوی سمدلاسه هماغه غلام عسکر هغه قهرمان عسکر وژنی چه هغه په ښکاره طالب هم نه وو او طالب خو له امریکایانو او اروپایانو ستاسی د ناموس ساتنه کوی کوم… نور لوستل »