د یوه سوداني او سعودي ملګرتیا

حامد افغان

یو سودانی تاجر کیسه کا چې د سعودي بریده ښار کې مې کاروبار کوه، یو سعودی ملګری مې و، سعود نومیدی، هغه هم دې کاروبار کې راسره شریک و، هغه ډېر ښه او دینداری سړی و او زما او هغه خوږه ملګرتیا وه، له عادت سره سم یوه ورځ د جمعې لمانځه ته ولاړم، هلته له لمانځه وروسته د جنازې اعلان وشو، چې جنازه وشوه پوښتنه مې وکړه چې دا څوک مړ و، چا راته وویل: سعود مړ دی، بېګا ناڅاپه د زړه حمله پرې ورغلې وه، سعود هغه زما خوږ ملګری، هوکې! هغه مړ شوی و او زه یې په مرګ سخت غمژن او ودردیدلم. دا د ۱۴۱۵هـ کال ده، الله دې سعود وبښي.

څو میاشتې وروسته ما د سعود له زامنو سره د دوی له پلار سره د کاروبار حساب وکړ او هغوی ته مې خپل حساب ورسوه، ما ته پته وه، په سعود د یوه تاجر 300 زره ریاله پور و، هغه سړي د دې پور سند او لاسوند نه لاره، ځیني تاجران چې سعودي کې پر یوه بل باور لري بیا سندونه نه سره لیکي، دا تاجر ما ته راغی چې ته د شاهدي لپاره راسره ولاړ شه او زه ورسره ولاړم، خو د سعود زامنو چې ولیدل سړی کره سند نه لري نو زما شاهدي یې ونه منله او پیسې یې ورنه کړې.

سودانی زیاتوي: سعود زما د ماشومتوب خوږ ملګری و، د زامنو په دې کړنه یې سخت خپه سوم، مال سعود به الله په دې پور نیولی وي، ما څو ورځې سم خوب نه سوی کولی، چې سترګې به مې پټې شوې، سعود به له ښایسته موسکا سره په خوب کې راته راغی، لکه څه چې رانه غواړي، لکه له پردي حقه چې کړیږي او د هغه د پرېکولو مرسته رانه غواړي … زما لپاره د سعود زَور د زغم وړ نه و، نو له ځانه سره مې پرېکړه وکړه.

هغه داسې چې د خپل تجارتي مرکز سامان مې لیلام او هر څه مې خرڅ کړل، ټول مې 450 زره ریاله برابر کړل او د سعود 300 زره پور مې پرې کړ، دوه ورځې وروسته چې هغه سړي خبر شو لس زره ریاله یې بېرته راکړل او بیا یې د بریدې تاجرانو ته زما کیسه کړې وه، چې ده د سعود د پور پرېکولو لپاره خپل تجارتي مرکز خرڅ کړی دی، څو ورځې وروسته یوه سعودي دوه لوی دکانونه راته خلاص کړل، او قسم یې وکړ چې کرایه یې نه اخلي، چې هغه ځایونه مې برابر کړل، لوی موټر له سامانه ډک راغی او د دکان مخته یې ودروه، ځوان هلک راښکته شو، ول دا سامان مې پلار راکړ، ویل یې چې کله یې خرڅ کړې د نیم سامان پیسې راولیږه او د پاته نیمایي مې دربښلې دي. او بیا مو چې هر وخت سامان ته ضرورت شو حال راکوه درلیږو به یې.

سودانی زیاتوي: له دې وروسته به ډېرو داسې خلکو سامانونه او پیسې رالیږلې چې نه به مې پېژندل او تجارت مې د پخوا په نسبت څو برخې زیات او پر مخ ولاړ، آن تر دې چې سږ کال (1436م) روژه کې مې دری ملیونه ریاله د خپلې شتمني زکات وایست!

پایله: ځیني ملګري آن له زامنو هم ښه وي او څوک چې د الله لپاره کار وکړي هغه یې کافي او بس دی. (من كان لله كان الله له) د پای خبره دا ده چې دې کیسې ته ستاسو لایک، شیر او کمنټ ثواب او ښه کار دی.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

داچى پاك الله(ج) سخى دى سخيان يى خوشيژى سومره به يى ور ساتلى او ذخيره كرى وى شه وكره په درياب كى يى واچوه يو حديث شريف مى اوريدلى چى په حقانيت يى سم نه پوهيژم : وايى : دقيامت په ورز به د يوه بنده د تلى نيكه پله په يوه ثواب سپكه پاته شى ، يو بل به گرسره يوازى يو ثواب لرى دى به پوهيژى چى دوزخى دى ، دا دوزخى به وايى زما همدا يو ثواب و ده ته وركرى چى جنت ته ولار شى ، پاك الله(ج) ورته وايى ته چى دومره سخى يى زه… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

افغان صاحب ! زما ښه. مسلمان او مجاهد ملګری سلامونه او نیکی هیلی مو ومنۍ ! ستاسی هره قیصه کی د عبرت زده کړی نغښتی الله ج دی اجرونه درکړی یعنی هره خبره دی ملغلره ده ، مخکی په دوبی کی ووم او تاسی فکر کوم سعودی کی واست زړه به می غوشتل که عمری ته درشم پیدا به دی کړم او عالمانه خبری به دی له نزدی واورم او ګټه به تریی واخلم مګر له بده مرغه هغسی ونه شول زه اوس چیری چه دایمی هستوګنه لرم هلته یم الله ج دی وکړی چه هغه صحی ستونزی دی اوس… نور لوستل »