نړۍ

له پاکستان څخه اوس هم د استاذ یاسر د برخلیک پوښتنه کیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): د طالبانو د مخکښ مشر (استاذ یاسر) کورنۍ له پاکستان څخه د نوموړي د برخلیک په اړه پوښتنه کوي.

استاذ یاسر چې د شوروي اشغال پر مهال مشهوره جهادي څیره وه او د امریکایانو پر ضد د طالبانو د مبارزې جګپوړی مشر و، د ۲۰۰۸ کال د ډیسمبر په ۳۰مه د پاکستان په پیښور ښار کې ونیول شو، چې د لسو کلونو په تېرېدو یې لا هم کورنۍ د ژوند او مرګ په اړه د یقین وړ معلومات نه لري.

څو ورځې وړاندې د طالبانو رسمي ویب پاڼې (الاماره) د استاذ یاسر د بند د لسم کال په مناسبت هغه لیک خپور کړ چې له نیول کیدو یو کال وروسته یې له زندان څخه خپلې کورنۍ ته لیږلی و.

که څه هم له تېرو څو کلونو راهیسي د نوموړي د برخلیک په اړه بېلابېلې ګونګوسې اورېدل کیږي، خو د کره شواهدو د نشتون له امله یې کورنۍ لا هم د حال احوال لارې څاري.

د هغه زوی (عمار یاسر) له یاد لیک سره په ضمیمه لیکنه کې د اندیښنې په توګه څرګنده کړې چې د پلار د ژوند او مرګ په اړه یې تر اوسه دوی ته د «یقین وړ» معلومات نه دي رسیدلي.

په ورته وخت کې نن ټکی اسیا ته د استاد یاسر د کورنۍ یوه غړي او یوه طالب چارواکي په جلا جلا توګه ویلي چې اوس وخت رارسیدلی چې پاکستان د نوموړي په اړه پر کره شواهدو بنا معلومات ورکړي، چې هغه چیري دی او یا له کوم برخلیک سره مخ شوی.

د دوی په باور، په داسي حال کې چې دافغان سولې په اړه خبرې ګرمي شوي دي او پاکستان هم یو شمېر جګپوړي زنداني طالب چارواکي د ممکنه سولې او مذاکراتو د تقویې لپاره خوشي کړي، باید د نوموړي د برخلیک په اړه هم طالبانو او د هغه کورنۍ ته راڼه او شفاف معلومات ورکړل شي او له غیر یقیني حالت څخه راوایستل شي.

دوی وايي، که څه هم مخکې طالبانو د یوې اعلامیې په ترڅ کې او هم د سیاسي اړیکو له لارې له پاکستاني چارواکو څخه د نوموړي د برخلیک په اړه پوښتنه کړې، خو تر اوسه یې داسې څه نه دی تر لاسه کړی چې د دوی تسلي پرې وشي.

د استاذ یاسر کورنۍ وايي چې په وروستي ځل د ۲۰۱۰ کال په اپریل میاشت کې دیو لیک له لارې د هغه له حاله خبر شوي، خو له تېرو څه کم اتو کلونو راهیسې يې ورسره هر ډول اړیکه قطع ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
11 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

فقط دعا ورته کوی، پ##

عبدالولی (فهیم)

لوی رب دی د استاد یاسر په حال خپل رحم وکړی هغه د اسلامی مبارزی یو وتلی اتل او غازی وه انشاالله که هر چیری وی لوی رب یی مل شی .
او الله پاک دی مونږ ته دا وړتیا راپه برخه کی چی د انګریز له دی بی شرمه بچی څخه د خپل غازیانو غچ واخلو .
له پاک رب څخه د هغه د روغ رمټ خوشیکیدو په هیله.

لونګ

غچ یی یواځی دا بیوزله ملت اخیستی شی چی د کنر او کابل اوبو پری ودروی. طالبانو څخه دا توقع هیڅکله مه کوي هغوی د پنجاب غلامان دی لکه غنی چی د امریکی غلام دي.

اجمل

وایی ، مړی چه الله شرموی په تخته تری ناولتیا پاتی شی تاسی د دواړو جهانو غلام لونګ ته وګوری چه د دواړو جهانو قهرمان او ویاړلی یاسر صاحب ته یی کوم توهین یا کنځل کړی چه د نن ټکی اسیا پاڼي پاک کړی . زه دوی ته وایم که یاسر صاحب ژوندی او یا شهید کنځل حتی کفارو ته هم ناسمه کار دی زمونږ هم کنځل زده دی او د لونګ ناولتیا په ناولتیا خوابولی شوی مګر بیا به زمونږ او د لونګ ترمنځ توپیر څه پاتی شی . زه لونګ ځدران ته وایم چه شهیدانو ته د کنځلو… نور لوستل »

غوربندي

په دې هيله چې يوه ورځ به طالبان له پاکستان سره حساب او کتاب وکړي.

غمی،پښتین

غوربندی صاحب.ن
نه به طالیب له پاکستان سره حساب وکړی،نه به افغان دولت له امریکا سره،
افغان ولس به له پاکستان او هم له امریکا سره حساب کوی،
ولسی غږ.
د کابل او دکنړ سیندونه تړمه…………..پاکستان د لوږی تندی مړ کوومه.
…………………غمی ،پښتین.پل علم لوګر

لونګ

جار شم کلیواله.

جميل

و به يی کړی ، انشاءالله

لونګ

په خوب کی. طالب د پاکستان بی له اجاسی اودس نشی کولای ته حساب او کتاب پری کوې.

جميل

الله(ج) پرعرش و جبرئيل(ع) ته وايی زما هغه بنده وينی ، وای هو وينمی ، وای زما له هغه سره مينه ده ته هم مينه ورسره وکړه ، وای زه هم مينه ورسره کوم ، وای ونوروته هم ووايم ، وای هو ووايه ، جبرئيل(ع) به ږغ کړی چی د پلانی سره الله(ج) مينه کوی او زه هم مينه کوم تاسی هم مينه ورسره وکړی ، ټوله به ږغ کړی چی مونږ هم مینه ورسره کوو . د مجاهد سره ، د ملا او عالم سره او د هر پرهيزګاره متقی سره مينه ، د مينی نښانه ده د خپل… نور لوستل »

احمدرحیم

افغانستان اور اخیستی تاسی ځوانان یاست چه دغه اور ته ودانګی او هغه ماشومان،زنانه،وسایل چه پاتی دی له اوره راوباسی او نجات ورته ورکړی،له ماشومانو زنانه و او سپین ږيرو څخه دا کار ناشونی ده. دمحترم استاد یاسر له ویناوو څخه

Back to top button
11
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x