افغانستان

د پکتيا خلک د شپنيزو عملياتو د بنديدو غوښتنه کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲مرغومي، ۱۳۹۷ل): د پکتيا ولايت اوسېدونکو په شپنيزو عملياتو کې د ملکي تلفاتو پر وړاندې سخت غبرګون ښودلی او له حکومت څخه يې غوښتي، چې له شپنیزو عملياتو او ملکي تلفاتو لاس واخلي.

د پکتيا خلکو دا لاريون په داسې حال کې کړی، چې دوه شپې وړاندې په زرمت ولسوالۍ کې د کمپاین ځواکونو د يوې کورنۍ شپږ کسان وژلي وو، چې د پکتيا خلک يې غوسه کړي  او له حکومت څخه د دغه  ډول عملياتو د مخنيوي غوښتنه کوي.

د عبدالغياث حقيار په نوم يوه قومي مشر لاريونوال وويل: «موږ د پکتيا خلکو استازي او مشران دلته راټول شوي يو، د امنيتي ځواکونو د ړندو او شپنیزو عملياتو د مخنيوي جدي غوښتنه کوي.»

د عبدالصمد ځاځي په نوم يوه بل مشر وويل، چې دوی د عملياتو مخالفت نه کوي، بلکې په عملياتو کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې او بې احتیاطۍ مخالف دي او په ټينګه يې د بندېدو غوښتنه کوي.

د پکتيا د ولايتي شورا غړي او چارواکي هم وايي، چې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله زياته شوې ده.

د پکتيا د ولايتي شورا غړی سردار ملنګ زوی او د پکتيا ولايت مرستيال عبدالولي سهي وايي، چې په شپنیزو عملياتو کې د ملکيانو مرګ ژوبله د اندېښنې وړ ده او دوی له اړوندو مسؤولينو غوښتي، چې د عملياتو پر مهال د ملکيانو خونديتوب په پام کې ونيسي.

د يادونې وړ ده، چې پکتيا، خوست، پکتيکا، لوګر، ننګرهار، کاپيسا، وردګو او ګڼو نورو سيمو کې د صفريک، صفر دو، ځانګړو ځواکونو او بهرنيو پوځيانو د ځمکنيو او هوايي عملياتو پر مهال د ملکيانو مرګ ژوبله ورځ تر بلې مخ پر زياتېدو ده، خو د حکومت سربېره ملګرو ملتونو او نورو بشري  ټولنو تر اوسه د ملکي  مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه نه دي اخيستي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

خواستن كار زنهاست مانند يك مسلمان و يك پشتون حق خود را خودتان بگيريد، به اين خواستن ها نه چيزى ميشود و نه هم دل اشغال گر ها و سگ هاى شان برايتان ميسوزد

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x