
“له افغانستانه د وتلو مهال”
نن ټکی اسیا – سرلیکنه:
پورتنی عنوان د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هغې شننې سرليک دی چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه یې لیکلې ده.
په یاده شننه کې ډیر داسې توري شته چې د ورځپانې په خبره امریکایان په افغانستان کې په خپل لاس د امریکايي امپراتوري د زوال او فنا کیدو وجوهات برابروي.
د بیلګې په توګه یوځای لیکې چې :
(( د نړۍ هېڅ يو هېواد د افغانستان په څېر د امريکا د زوال ښه سمبول نشي کېداى، پر طالبانو پوځي برى نیږدې ناشونى دى او دا احتمال ډیر کم دی چې امريکا دې په دغه هیواد کې يوه ګټوره ولسواکي تر شا پرېږدي)).
په افغانستان کې د امریکا زوال تقریبا اوس پر یوه عیني واقعیت بدل شوی؛ ځکه افغانستان په تاریخي لحاظ د امپراتوریو په هدیره مشهور او تر امریکا وړاندې ورکې انګریزې او شوروي امپراتورۍ دواړه غیب شوې دي.
که څه هم امریکایان ادعاء لري چې هغوي افغانستان ته د یرغل په نیت نه ؛ بلکې هغه ته د امنیت راوستلو په غرض راغلي ، خو نیویارک ټایمز د امریکایانو د دې پلمې په ځواب کې داسې وايي:
((امريکايي ځواکونه له هغو وګړو د ځان ساتنې په خاطر د کانکريټي ديوالونو تر شا پټ دي کوم چې ټاکل شوې د هغوى مرسته وکړي)).
ورځپاڼې په خپلې شننې کې د زلمي خلیلزاد د سولې هلو ځلو ته هم اشاره کړې او ویلې دي چې د نوموړي له ګمارنې سره هغه د دې په خاطر چټکې شوې چې واشنګټن نور د افغانستان له نوم یادیدلو سره د شرم احساس کوي.
ورځپاڼه په دې اړه لیکي:
(( کله چې د افغانستان نوم يادېږي نو واشنګټن هغه ښار دى چې د شرم او زړه تنګوالي له امله د ديوالونو تر شا ځان پټوي.))
د نیویارک ټایمز د شننې لیکوال خپله شننه په داسې جملو پایته رسوي چې کاملا د افغانستان له وضعیت نه ناهیلي څرګندوي او وايي چې :
(( موږ بايد ځان ته ریښتوني اوسو، افغانستان داسې يوې سترې او خورا ګرانبيې الوتکې وړونکې بېړۍ ته ورته دى چې موږ يې په جوړولو لګيا يو او هغه داسې څه دی چې د تکنالوژۍ په دې پرمختللي پېر کې په زياتېدونکي ډول له موده لوېدلېدی، افغانستان د امپراتورۍ د بدن يو زوړ پاتې شونى غړى دى او نور هغه وخت را رسېدلى چې موږ يې پرېږدو.
امريکايانو!
ډېر ژر زمونږ هېواد پرېږدی او خپل سپي مو هم ځنې چغه کړی.
افغانستان د امپراتورۍ زوړشوی غړی ندی ، دا د امپراتوری د غړو ماتوونکی دی ، تاسو به هيڅوخت نه وای پريښی ، ډير نور خيالونه مو درلودل ، زور مو باسی .