نړۍ

ټرمپ: شوروي اتحاد د افغانستان جګړې څو ټوټې کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ يو ځل بيا د افغانستان جګړه د امريکا په زيان بللې او ټينګار يې کړی، چې له طالبانو سره د سولې خبرې د افغانستان او امريکا دواړو په ګټه دي.

ولسمشر ټرمپ د کابينې غونډې ته ويلي، چې جګړې د هېوادونو اقتصاد او سياسته ضربه ورکوي، شوروي اتحاد يو وخت ستر ځواک و، خو د افغانستان جګړې له اقتصادي پلوه وځاپه څو ټوټې يې کړ او اوس يوازې روسيه پاتې ده.

ټرمپ دا هم ويلي، چې هغه مهال روسانو اندېښنه درلوده، چې له افغانستان څخه روسيې ته وسله‌ وال مخالفين ورځي او له همدې امله يې هلته خپل پوځيان ولېږل، خو د وخت په تېرېدو يې دغه جګړه کې بې ساري زيانونه وليدل او خپل پوځيان يې وويستل.

ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د سپينې ماڼۍ سرچينې وخت پر  وخت رسنيو ته وايي، چې ټرمپ د افغانستان جګړې زړه تنګی کړی او غواړي، چې روانه جګړه د سوله ييز بهير له لارې پای ته ورسوي.

ټرمپ د امریکا د ګوښه کېدونکي دفاع وزير جيمس مټيس له کړنو هم ناخوښي وښوده، هغه يې کمزوری وزير وباله او زياته يې کړه، چې مټيس د افغانستان جګړه په سمه توګه نه ده سمبال کړې او د امريکا لپاره کومې لاسته راوړنې نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمدرحیم

لا تر اوسه یی ماغزه په کرار نه دي :چا چه ايښی د افغان په خاوره خپل قدم دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x