غزل/ اختر محمد بهار

اختر محمد بهار

هیـــڅ یو پردی مست رسېـــدلی تر ارمـــانه نه دی
روغ وتی زمــــوږه له وطـــــن افغانســــتانه نه دی

ډېر زورور د نړۍ تېــــــروزي او اســــــانه راشــــي
خدای شته چې بیرته ترې وتل دومره اسانه نه دی

له ماشوم توب نه مو له ستورو سره ژوند تېر کړی
ځـــکه مو واری خـــطا شوی له شیــــــطانه نه دی

موږ له نفرت سره بس دومره په نفرت کې یو چې
هریو جـــانان لرو جـــانان هــم بې جـــانانه نه دی

زموږ د زلمــو پښـــو ته رالوېږي د نړۍ ســــرزوري
تللـــی یې یو پر پښـــو ولاړ له دې میـــدانه نه دی

یعقــــوب بنــــا شو او ودانه یې د زړه دنــیا شوه
چا ویل یوســــف لا راختـــلی له کنــــــعانه نه دی

وار د بهــــــار دی او ګلـــونه یې اوس کله پرېږدي
تر څو د سر پوست یې ایستــلی له خــزانه نه دی

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د