نوکیا به ډیر ژر پنځه کامرو والا ځیرک مبایل وړاندې کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ مرغومی، ۱۳۹۷ل): څو ورځې وړاندې پر ټولنیزو رسنیو د مشهور اکاونټ (Evan blass) لخوا د نوکیا مشهورې کمپنۍ نوي راتلونکي مبایل تازه عکسونه خپاره شوي وو خو وروسته د نوکیا لخوا پرمختیایي خپره شوې ویډیو څخه دغه خبره تصدیق شوه.

دغه مبایل چې نوکیا ۹ پيور ویو «Nokia 9 PureView» نومیږي پنځه کامرې ولري، او دا به د نړۍ لومړی پنځه کامرې لرونکی مبایل به وي.

که څه هم له دغې ویډیو او عکسونو څخه د مبایل بشپړ ځانګړتیاوې نه په ډاګه کیږي خو ویل کیږي چې ۵.۹۹ انچه ډیسپلی به ولري، او د ګوتې کولپ به یې هم پر سکرین دننه وي.

ددې مبایل تر ټولو غوره ځانګړتیا ددې شا خواته پنځه کامرې دي، چې د لس چنده بېلا بېلو رڼاګانو پرمخ به هم غوره عکس اخلي، او له عکس اخیستلو وروسته یې فوکس بدلول هم شوني دي (دا ځانګړتیا په نن وخت کې تقریبا هر غوره مبایل لري).

د کوالکوم ۸۴۵ پیاوړی پراسیسر په کې ځای پر ځای کیږي، همدا ډول به د ۶ جي بي ریم سره د ۱۲۸ جي بي حافظه ولري چې د میموري کارت اخیستلو وړتیا به هم لري.

بله نوې ځانګړتیا له ویډیو څخه دا څرګندیږي چې نوکیا به په لومړي وار د بیسیم چارجر سیستم (وایرلیس چارجنګ) وړاندې کړي، په دې کې به د انډرايډ ۱ سیستم غوره شي، چې د مبایل د غوره امنیت او تازه/اپډیټ ساتلو ضمانت کوي.

تر اوسه څرګنده نه ده چې دغه مبایل به کله نندارې ته وړاندې شي خو ویل کیږي چې د روان ۲۰۱۹م کال په فروري میاشت کې به د نوکیا لخوا په نړیوال نندراتون کې رسما وړاندې کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د