افغانستان

د سرپل چارواکي د ولایت د سقوط وېري اخیستي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳مرغومي، ۱۳۹۷ل): د سرپل ځايي چارواکي او د ولایتي شورا غړي وايي، که مرستندویه ځواکونه ور ونه رسېږي، طالبان دا وړتیا لري چې مرکز په واک کې واخلي.

د دې ولایت د ولایتي شورا غړی حسین مجاهدزاده وايي، که په موقع مرستندویه ځواکونه ونه رسېږي «دا ولایت به د طالبانو لاس ته ولوېږي.»

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني هم وايي، چې طالبانو له څو اړخونو د برید تیاری نیولی، خو په وینا يې د سړې هوا له امله يې عملیات ځنډېدلي دي.

هغه ازادي راډيو ته ویلي، طالبان د سنچارک، صیاد او سوزمه کلا له اړخونو د برید په حال کې دی، خو په وینا يې «د هوا د خرابوالي له امله بریالي شوي نه دي.»

طالبانو په سرپل کې د تازه بریدونو په اړه څه نه دي ويلي، خو په بغلان کې يې د شلو عسکرو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې سرتېرو يې د پلخمري ښار په درېیمه حوزه کې یوه پوسته نیولې او شل پولیس يې وژلي، چې حکومتي سرچینو یوازې د لسو عسکرو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ د کندهار په میوند ولسوالۍ کې هم طالبانو د تونل له لارې د ملي اردو یو بشپړ کنډک والوزاوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

يو دور راروان دى يو بدلون دى راروان
د سپينو بيرغونو يو پاسون دى راروان

الحاج استاذ بیانزی

جمیل صاحب ! دا پاڅون د حق او باطل جګړه ده ، د هابیل او قابیل د حق او باطل په اولنی جګړه پیل شوی او د عیسی ع او دجال دحق او باطل په اخری جګړه به خاتمه مومی ، الله ج د کن په یادولو هر څه فیکن کیږی مګر زمونږ د علم د زیاتولو او زده کړی د پاره یی د هر علت د پاره معلول ټاکلی . خو مونږ ته امر شوی چه [ اشداا عل الکفار و رحماا بینهم ] د کفارو په مقابل کی له شدت او خپلو کی په یو بل رحم ولری… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x